د بادغیس ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, Oct 27 2022 10:03 AM

د بادغیس ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول میاشت په ۲۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدليې رییس الحاج ملا عبدالرازق مرزوقي په مشرۍ او د عدليې ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون د دغه ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې رییس د دغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې له خپلو امرینو څخه اطاعت وکړي او له مراجعینو سره ښه رویه ولري او د هغوی د ستونزو په حل کې صادقانه همکاري وکړي.

دغه راز نوموړي د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې له اصولو سرسم بې له کوم ځنډ څخه عرایضو ته رسیدګي وکړي او خپل صورت او سیرت شریعت سره سم عیار کړي.

دغه راز د عدليې رییس د دغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې خپل لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او هغو فرامینو ته چې د وزارت له لوري استول کیږي په عاجله توګه عمل وکړي.

په دغې ناسته کې د عدليې ریاست امرینو او کارکوونکو ژمنه وکړه چې خپل مسوولیتونه به، په پوره صداقت او ایماندارۍ سره سرته ورسوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS