د عدليې وزارت اداري او مالي معین معرفي شو

hayat_admin
Wed, Oct 26 2022 2:19 PM
.

مولوي عبدالغني فایق چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم پر اساس د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مالي او اداري معین په حیث تعیین شوی د ربیع الاول میاشت په ۲۹ نېټه د سه شنبې په ورځ د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د دغه وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته معرفي شو.

د عدليې وزارت د اداري معین د معرفي په مراسمو کې،  د دغه وزارت مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د چارو د ادارې مرستیال مولوي سیف الدین تایب، د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو لوی رییس مفتي فضل هادي صاحب زاده او یو شمېر میلمنو او د عدليې وزارت مسوولینو ګډون کړی وو.

د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو لوی رییس مفتي فضل هادي صاحب زاده د دغو مراسمو د پرانېستې په وینا کې د عدليې وزارت په استازیتوب یادو مراسمو کې د میلمنو ګډون ته ښه راغلاست وویل او هغه ته يې د عدليې وزارت د نوي معین د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.

1

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په تېرو ۲۰ کلنو کې د مجاهدینو د سرښندنو یادونه وکړه او د امنیت تامین او د عدالت پلي کیدل یې د حکومت د بقا له پاره مهم وبلل. هغه زیاته کړه چې د هېواد په کچه ۹۵ سلنه امنیت تامین شوی او د ۱۰۰ سلنې امنیت د تامین له پاره هڅې روانې دي. هغه د هېواد له عدلي او قضايي ارګانونو څخه وغوښتل چې د عدالت د تحقق له پاره لا ډېرې هڅې وکړي.

په دغو مراسمو کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د عدليې وزارت د نوي اداري او مالي معین د تقرر له امله یې هغه ته مبارکي ورکړه.

2

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت نوي اداري او مالي معین مولوي عبدالغني فایق هم خبرې وکړې او د امیرالمومنین حفظه الله له اعتماد څخه يې د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د خلکو د خدمت په برخه کې له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه به ډډه ونه کړي.

مولوي عبدالغني فایق وړاندې له دې د بدخشان ولایت والي و او د اسلامي امارت په نورو مهمو پوستونو کې يې هم دندې ترسره کړي دي.

په یادو مراسمو کې،  د چارو د ادارې مرستیال مولوي سیف الدین تایب د دغو مراسمو ګډونوالو ته د عدليې وزارت د نوي اداري او مالي معین د ټاکلو په برخه کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله حکم قرائت کړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS