د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sun, Oct 23 2022 3:11 PM

د اسلامي  امارت د عدليې وزارت د مرکزي رییسانو اداري ناسته د ربیع الاول میاشت په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر په مشرۍ  او د دغه وزارت د مرکزي رییسانو په ګډون په دغه وزارت کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د وزارت داخل ته د وسلو وړلو، د ولایتونو د عدليې ریاستونو څخه د نظارت او وزارت د ته داخلیدو پر مهال د مرکزي رییسانو په تلاشۍ کې د تساهل په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د عدليې وزارت مرکزي رییسان د وزارت داخل ته د وسلې د وړلو په منظور باید د وسلې شمېره او د خپل د محافظینو شمېر مشخص کړي او د رخصتي تر وخت پورې خپلې اسلحې خپلو دفترونو کې پرېږدي او د رخصتۍ پر مهال دې له ځان سره واخلي.

دغه راز په دغې ناسته کې د هغو ولایتونو د عدليې ریاستونو د نظارت په اړه بحث او د نظرونه تبادله ترسره شوه چې تر اوس مهال څارل شوي نه دي او پرېکړه وشوه چې یو هیئت د حقوقي مرستو د رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ او د انسجام ریاست، د داخلي پلټنې ریاست، د مالي او اداري ریاست، د تقنین ریاست، د حقوقو ریاست او د امارت د قضایاو د لوی ریاست د استازو په غړیتوب د شمالي ولایتونو له عدليې ریاستونو څخه چې تر اوس مهال بررسي شوي نه دي، لیدنه او نظارت وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS