د کندهار ولایت په دارالتادیب کې د عدليې ریاست لخوا پر ماشومانو د حفظ الصحې د توکو ویش
د کندهار ولایت د عدلیې ریاست د ربیع الاول میاشت په ۲۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه ولایت په دارالتادیب کې پر شته ماشومانو یو مقدار د حفظ الصحې توکې او لوازم وویشل.
دغه توکي چې په کې د غاښونو کریم، د غاښونو برس، مسواک او صابون شامل دي، د کندهار ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي نوراغا هاشمي د لارښوونې پر اساس د دغه ولایت په دارالتادیب کې پر شته ماشومانو ویشل شوي دي.
دغه د حفظ الصحې توکي په داسې حال کې ویشل کیږي چې د عدليې رییس او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت له دارالتادیب څخه په خپل مخکنۍ لیدنه کې د یادو توکو ضرورت تشخیص کړی وو.
