د کندهار ولایت د عدليې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Oct 20 2022 1:16 PM
.

د کندهار ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول میاشت په ۲۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدليې رییس الحاج مولوي نور اغا هاشمي په مشرۍ او د دغه ریاست د امرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

یاده ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پېل شوه. په دغې ناسته کې د عدليې رییس د صبر، په مصیبت کې د صبر کولو او د صبر پر اهمیت وینا وکړه او د مخکنۍ ناستې موضوعات تعقیب شول.

په دغې ناسته کې، د یاد ریاست امرینو د خپلو د کړنو راپور وړاندې کړ  او په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو لکه د زرګرانو او صرافانو د اتحاديې جوړیدل، محکمو کې د وکالت خطونو په ترتیب، د حقوقو د امریت د کارکوونکو د خدمتي دورې بشپړېدلو، ربعوار راپورونو او نورو برخو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS