د لغمان ولایت د عدليې ریاست د اداري ناستې جوړیدل
د لغمان ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول میاشت په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د عدليې رییس مولوي روح الله روحاني په مشرۍ جوړه شوه.
یاده ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پېل شوه. په دغې ناسته کې د عدليې رییس د دغه ریاست کارکوونکي خپلو کارونو ته متوجه کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلې دندې په پوره صداقت او پر خپل وخت ترسره کړي ترڅو د مراجعینو ستونزې په خپل وخت حل شي.
دغه راز نوموړي د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې د خپلو کارونو ترسره کولو کې اصول مراعات کړي او د مراجعینو ترمنځ له هر ډول تبعیض څخه ډډه وکړي.
دغه راز د عدليې رییس د یاد ریاست کارکوونکو له پاره توصیه وکړه چې خپل صورت او سیرت له نبوی سنت سره سم عیار کړي او د ادارې د پاکوالي او نظافت په ساتنه کې همکاري وکړی.
