په ننګرهار ولایت کې د معاملو د لارښوونې درې دفترونه د غیرقانوني فعالیت په دلیل وتړل شول

hayat_admin
Wed, Oct 19 2022 3:16 PM
.

د ننګرهار ولایت د مقام له لوري موظف شوي هیئت چې د عدليې ریاست او نورو ادارو د استازو په حضور د ربیع الاول میاشتې په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د جلال اباد ښار د معاملو د لارښوونې د دفترونو په بررسۍ کې، ۳ دفترونه د غیر قانوني فعالیت په دلیل وتړل.

د یاد هیئت په ترکیب کې د عدليې ریاست د انسجام امر او د ولایت د مقام، امنیه قوماندانۍ، ښاروالۍ، مستوفیت، ملي امنیت، د امارت د قضایاو استازو او د معاملو د لارښوونو د ټولنې استازي په کې شامل وو او د جلال اباد ښار په اتمه ناحیې کې يې د معاملو د لارښوونې دفترونه کنټرول او بررسي کړل.

دغې بررسۍ کې، د معاملو د لارښوونو له ۱۷ دفترونو څخه لیدنه او کنټرول ترسره شو چې پایله کې يې ۳ دفترونه د موظف هیئت له لوري مهرلاک شول او پاتې نورو دفترونو ته د سرغړونو د حل له پاره لازمې توصيې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS