د عدليې وزیر د کابل له ښاروال سره وکتل

waheed
Thu, Oct 13 2022 11:22 AM
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ربیع الاول په ۱۵ د سه شنبې په ورځ د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید او مل پلاوي سره د دغه وزارت په مقر کې وکتل.

په دغې لیدنه کې چې د ښاري خدمتونو معین، د پلان جوړونې معین، د حقوقو رییس، د طرح او تطبیق رییس، د کابل ښاروالۍ د استملاکو رییس او د عوایدو رییس، د امارت د قضایاو لوی رییس او د کابل د قضایاو رییس په حضور کې جوړه شوه، د کابل ښار د ښارګوټو د بررسۍ په اړه، د امارت د قضایاو ریاست او د کابل ښاروالۍ او د هواي ډګر د سړک په مسیر کې د هوټلونو ترمنځ د همغږۍ په اړه خبرې وشوې.

1

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د یادو موضوعاتو د بررسۍ په منظور یو ګډ ټیم چې د امارت د قضایاو ریاست، د ښار جوړولو وزارت، د ځمکو ادارې، محکمې او د کابل د ښاروالۍ له استازو جوړ شي ترڅو دغو موضوعاتو ته رسیده ګي وکړي.

دغه راز پریکړه وشوه، چې له دې وروسته د ښاروالۍ استازی هم د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په ناستو کې  ګډون وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS