د زابل ولایت والي د دغه ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

waheed
Wed, Oct 05 2022 3:51 PM
3

د زابل ولایت والي الحاج ملا بسم الله عبدالله او ملګري پلاوي د دغه ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست چاري يې نظارت او بررسي کړي.

د زابل ولایت والي او ملګري پلاوي يې، د عدلیې ریاست شپږ میاشتنۍ کاري راپور، راجع شوي حقوقي قضیي، د بېرته ګرځول شوو دولتي ځمکو دوسیي، تشکیل، تش بستونه او د دغه ریاست د کارکوونکو حاضري بررسي او نظارت کړل او د یاد ریاست د کارکوونکو ستونزې یې واورېدې.

د کتنې په بهیر کې، د زابل ولایت د عدليې رییس مولوي عبدالوارث خلیل د دغه ریاست د کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل  او ويې ویل چې په تېرو شپږو میاشتو کې،  ۳۱۷ حقوقي قضیي دغه ریاست ته راجع شوي چې له دې جملې څخه ۵۱ قضیې حل شوي، ۱۵۶ قضیې د کار لاندې دي، ۳۸ قضیې حفظ شوي او ۷۲ قضیې محکمې ته راجع شوي دي.

.

دغه راز هغه وویل چې په زرګونو جریبه دولتي ځمکې له غاصبانو څخه راګرځول شوي او ۲۳ د معاملو د لارښوونو دفترونو، ۵۸ عریضه لیکونکو او ۲۳ موټر پلورونکو ته د فعالیت جوازلیکونه صادر شوي چې له دغې لارې په سلګونو زره افغانۍ عواید راټولې او د اسلامي امارت خزانې ته تحویلې شوي دي.

د زابل ولایت والي د عدليې ریاست له رییس او کارکوونکو څخه وغوښتل چې د اړونده لایحې او کړنلارې مطابق خپلې دندې ترسره کړي او حقوقي قضایاو ته په سمه توګه رسیده ګي وکړي. هغه توصیه وکړه چې حق باید حقدار ته وسپارل شي او د دولتي ځمکو بېرته ګرځولو کې له  بشپړ جدیت او دقت څخه کار واخلئ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS