د پروان عدليې ریاست د دغه ریاست د یو کلن فعالیت راپور وړاندې کړ

waheed
Wed, Oct 05 2022 3:04 PM
1

د پروان ولایت عدليې ریاست د ربیع الاول میاشتې په ۸ نېټه د سه شنبې په ورځ په هغې ناستې کې چې د دغه ولایت د مقام له لوري په ستاره هوټل کې جوړه شوې وه، د دغه ریاست د یو کلن فعالیت او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ.

په دغې ناسته کې، د پروان ولایت والي مولوي عبیدالله امین زاده، امنیه قوماندان، د ادارو رییسانو او یو شمېر قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې د پروان ولایت د عدليې رییس مولوي عبدالقدیر عابد،  د دغه ریاست د یوکلن فعالیت او لارس ته راوړنو راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې په تېر کال کې ۱ زرو ۸۹۰ عریضې دغه ریاست ته لېږل شوي چې له دې جملې څخه ۵۰۵ عریضې اصلاح شوي، ۴۸۴ عریضې ښاري محکمې ته استول شوي، یو شمېر حفظ او یو شمېر تر دوران لاندې دي.

1

د عدليې رییس زیاته کړه چې تېر یو کال کې، د محکمو ۹ ټوکه پرېکړې يې تطبیق کړي او ۱ مېلیونو ۷۴۹ زره او ۸۵۱ افغانۍ عواید يې راټولې کړي او د اسلامي امارت خزانې ته يې تحویلې کړې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS