د عدلیې وزیر د اروپايي ټولنې له سفیر سره وکتل

waheed
Tue, Oct 04 2022 4:01 PM
...

د اسلامي امارت د عدليې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ربیع الاول میاشتې په ۸ نېټه د سه شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې له سفیر توماس نیکلسون او ملګري پلاوي سره د دغه وزارت په مقر کې وکتل.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د قوانینو، امنیت، بشري حقونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې، ښاغلي نیکلسون د قوانینو په اړه معلومات وغوښتل چې په دغې اړه څومره کار شوی او څومره یې پرمختګ کړی، د دغو قوانینو مرجع او اساس کوم دي، چې د عدليې وزیر له لوري په دغې برخه کې مفصل معلومات وړاندې شول.

دغه راز د اسلو ناستې په اړه چې په ناروې هېواد کې د اسلامي امارت د استازو  او د اروپايي ټولنې د استازو ترمنځ جوړه شوې وه، خبرې وشوې. دغه ناسته ډېره بریالۍ وبلل شوه او د عدليې وزیر د دغې ناستې  د ژمنو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي نیکلسون په افغانستان کې د بشري حقونو د چارو د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي له لوري د چمتو شوي راپور په اړه خپله اندیښنه  څرګنده کړه چې د دغو انديښنو د لري کولو له پاره د عدليې وزیر له لوري ځواب ورکړل شو.

1

همدغه راز په دغې کتنه کې د افغانستان د ټولیز امنیت د تامین، اقتصادي او نورو برخو کې د فعالیتونو او پرمختګونو او د اسلامي امارت د شفافې ادارې په اړه هم معلومات وړاندې شول. د عدليې وزیر افغانستان کې د امنیت د تامین په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې ټول افغانستان د اسلامي امارت تر کنترول لاندې دی او هیڅ ډول اندیښنه شتون نه لري. هغه زیاته کړه چې خلک له اسلامي امارت څخه راضي دي او اسلامي امارت هم د ولس په چوپړ کې دی.

ښاغلي نیکلسون له ترهګرۍ سره د مبارزې او خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه چې د عدليې وزیر له لوري هغوی ته ډاډ ورکړل شو. د عدليې وزیر ترهګرۍ سره مبارزه د اسلامي امارت مسوولیت وباله او ويې ویل چې اسلامي امارت د ترهګرۍ مخالف دی او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې دی. هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د ولس خدمت ته ژمن دی.

د عدليې وزیر د اروپايې ټولنې له سفیر  څخه وغوښتل چې پر اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS