د مدافع وکیلانو د ارزیابۍ د بهیر پای ته رسیدو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا
ټولو محترمو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې ډېر ژر به د مدافع وکیلانو د ارزیابۍ بهیر پای ته ورسېږي او د دفاع وکالت د جواز لیکونو نو غوښتونکو د داخلې د آزموینې له پاره چمتووالی پیلېږي.
پر دغه اساس ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي د ۱۴۰۱ لمریز کال د لړم میاشتې له پای ته رسېدو څخه مخکې د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته مراجعه وکړي او خپل جوازلیکونه نوي کړي.
