عدليې وزارت یو میاشت کې، څه د باندې ۹ مېلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

waheed
Mon, Oct 03 2022 2:02 PM
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي په میاشت کې د رسمي جریدو له پلورلو، د جوازلیکونو له صادرولو څخه د حق الامتیاز اخیستلو، د رسمي سندونو د ژباړو له تصدیق، د عریضو له حق الثبت او د معاشونو او مصارفو بېرته ګرځولو له کبله ۹ میلیونه او ۱۰۰ زره او ۹۸۷ افغانۍ عواید یوازې له مرکز څخه راټولې کړي او د اسلامي امارت خزانې ته یې تحویولې کړې دي.

د یادو عوایدو له جملې څخه ۱ مېلیون او ۴۹۰ زره او ۲۸۰ افغانۍ د رسمي جریدو له پلورلو څخه او ۴ مېلیونه او ۱۵۰ زره او ۲۰۴ افغانۍ د جوازلیکونو د صادرولو د حق الامتیاز له درکه ترلاسه شوي دي.

دغه راز ۳ مېلیونه او ۴۴۱ زره او ۷۵۰ افغانۍ د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق له کبله او ۱۸ زره او ۷۵۳ افغانۍ نورې د معاشونو او مصرفونو د بېرته ګرځولو له درکه راټولې شوې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS