د پکتیکا ولایت د عدليې ریاست د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه
د پکتیکا ولایت د عدليې ریاست د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ په منظور اداري ناسته د ربیع الاول میاشتې په ۳ نېټه د پنج شنبې په ورځ د عدليې رییس مولوي حیات الله آمین په مشرۍ جوړه شوه.
دغې ناسته کې چې د عدليې ریاست د بېلابېلو برخو آمرینو او مسلکي غړو ګډون کړی وو، د عدليې رییس په جماعت سره د لمانځه د ترسره کولو، رسمي وختونو کې په کاري دفتر کې د کارکوونکو حضور، د خلکو کارونو کې د خنډونو رامنځ ته کولو څخه مخنیوي، د خلکو شکایتونو حل کول او له غیر ضروري رخصتیو څخه د ډډه کولو په اړه ټینګار وکړ.
نوموړي په معاملو کې د افغانۍ پیسو د کارولو په اړه د ولایت د مقام لارښوونه کارکوونکو ته ابلاغ کړه او زیاته يې کړه چې دغه د هر افغان د هویت ښکارندوی دی. هغه لارښوونه وکړه چې دغه موضوع د پکتیکا ولایت د معاملو د لارښوونو او د موټر پلورونکو ټولو دفترونو ته ابلاغ شي.
همدار راز هغه د کارکوونکو لخوا د امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو پر عملي کولو او د قوانینو او کړنلارو د هغو مادو پر نه پلي کولو ټینګار وکړ چې له حنفي فقهې سره په ټکر کې وي.
په دغې ناسته کې د پکتیکا ولایت د عدليې ریاست کارکوونکو هم خپلې ستونزې له عدليې رییس سره شریکې کړې او د عدليې رییس ډاډ ورکړ چې ژر تر ژره به دغو ستونزو ته رسیده ګي وشي.
