د کنړ ولایت د عدلیې ریاست پلاوي د سرکاڼو ولسوالۍ له امارتي ملکیتونو څخه لیدنه وکړه

waheed
Wed, Sep 21 2022 10:34 AM
.

د کنړ ولایت د عدليې رییس د صفرالمظفر میاشتې په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ریاست د پلاوي په مشرۍ د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ له امارتي ملکیتونو څخه؛ چې امارتي ملکیتونه یې پخوا د امارت د قضایاو د آمریت په هڅو تثبیت شوي وو، لیدنه وکړه.

یاد پلاوي چې د عدليې ریاست د بېلابېلو برخو آمرین هم په کې شامل وو، ولسوالۍ کې له هغو ملکیتونو څخه هم لیدنه وکړه چې په دې وروستیو کې غصب شوي وو او مسوولین یې ورته متوجه کړل.

د کنړ ولایت د عدلیې رییس ټینګار وکړ چې امارتي ملکیتونه وروسته له دې باید په جدي توګه خوندي شي او د هغو د غصب مخه دې ونیول شي.

یاد پلاوي د سرکاڼو ولسوالۍ له ولسوال سره هم وکتل او په دې کتنه کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور د لاهمغږۍ په اړه ټینګار وشو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS