د سرپل ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

waheed
Sun, Sep 18 2022 3:30 PM
.

د سرپل ولایت د عدليې ریاست میاشتنۍ اداري ناسته د صفرالمظفر میاشتې په ۱۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې رییس الحاج مفتي کماالدین فاضل په مشرۍ او د بېلابېلو برخو د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې رییس د عدلیې ریاست د کارکوونکو پر دندو او مسوولیتونو او خلکو ته د غوره او ګټورو حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو  په اړه خبرې وکړې او پر کارکونکو یې ټینګار وکړ چې  له مراجعینو سره نیکه رویه وکړئ.

.

هغه  مأمورین او کارکوونکي خپلو دندو او کاري مسوولیتونو ته متوجې کړل او دعدلیي ریاست له ټولو کارکونکو څخه یې وغوښتل چې د کار رسمي وختونه په پام کې ولرئ. هغه د وسایلو او توکو د ساتنې او پالنې ته په اشارې سره وویل چې د بیت المال امانت باید په ښه توګه وساتل شي.

د سرپل ولایت عدلیې رییس د دغه ریاست د بېلابېلو برخو پر آمرینو او کارکونکو ټینګار وکړ چې خپلو اجرآاتو ته چټکتیا ورکړئ. 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS