د پکتیکا ولایت د عدليې ریاست د کارکوونکو ترمینځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

waheed
Sun, Sep 18 2022 2:34 PM
.

 د پکتیکا ولایت د عدليې ریاست د کارکونکو تر مینځ د همغږۍ ناسته د صفرالمظفر میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې رییس مولوي حیات الله آمین په مشرۍ او د بېلابېلو برخو د آمرینو او مسلکي کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

د عدلیې رییس د ناستې ګډونوالو ته وویل چې د پکتیکا ولایت د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، که چېرې امارتي کارکوونکي په دغه دلیل چې د غیر دولتي موسسو یو بست ته بریالي شوي دي، استعفاء وړاندې کړي، استعفاء به یې منظور نشي تر څو د اسلامي امارت د اداراتو اداري چارې تر اغېزې لاندې را نه شي.

.

همدا راز هغه وویل چې د ولایت د مقام د لارښوونې پر اساس هیڅ کشفي ارګان حق نه لري چې په مستقیمه توګه ریاستونو ته داخل شي او د اشخاصو پر نیولو اقدام وکړي؛ که چېرې کوم کشفي ارګان د ریاست اړونده شکمن کسان احضارول غواړي باید په لیکل شوې او یا په شفاهي ډول اړونده رییس ته خبر ورکړي او د هغه لخوا احضار شي.

همدا راز د عدلیې رییس د حقوقي مرستو آمر ته دنده وسپارله چې هره ورځ د ماسپښین له لمانځه څخه وروسته د دغه ریاست کارکوونکو ته نصیحت او تبلیغ وکړي.

.

همدا راز په دغې ناسته کې د شریعت له نظره د رسمي وختونو د ارزښت، په خپل وخت د خلکو کارونه سرته رسول او د رسمي ساعتونو په اړه بحث وشو او د ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل شول چې په ټاکل شوو وختونو دندو ته حاضر شي او کارونه په خپل وخت سرته ورسوئ.

په پای کې ګډونوالو ژمنه وکړه چې د عدلیې رییس پر سفارشاتو به عمل وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS