د سرپل ولایت د عدلیې رییس د کاري بهیر په چټکتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ

waheed
Thu, Sep 15 2022 12:10 PM
3

د سرپل د عدليې ریاست میاشتنۍ اداري ناسته د صفرالمظفر میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدليې رییس الحاج مفتي کمال الدین فاضل په مشرۍ، او د دغه ریاست د بېلابېلو برخو د آمرینو او کارکونکو په ګډون  په عدلیې ریاست کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د عدليې رییس د عدلیې ریاست د کارکوونکو پر دندو او مسوولیتونو او خلکو ته د غوره او ګټورو حقوقي خدمتونو وړاندې کولو او له مراجعینو سره د دغه ریاست د کارکوونکو د نیکې رویې په اړه توصیه وکړه.

د عدليې رییس د دغه ریاست کارکوونکي خپلو دندو او کاري مسوولیتونو ته متوجې کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلو دندو او مسوولیتونو ته متوجې اوسئ.

.

هغه د دغه ریاست له کارکونکو څخه وغوښتل چې په ټاکل شوي وخت خپلو کارونو ته حاضر اوسئ او د خپلو کاري وسایلو او توکو د ساتنې او پالنې هڅه وکړئ چې د امانت په توګه ورته سپارل شوي دي.

په دې ناسته کې، د یو شمېر هغو مراجعینو د حقوقي موضوعاتو په اړه چې د کار لاندې دي د حقوقو او د امارت د قضایاو د آمرینو له لوري معلومات وړاندې شول.

د عدلیې رییس د کاري بهیر په چټکتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ او د دغه ریاست له آمرینو څخه یې وغوښتل چې خپل کارونه په خپل وخت سرته ورسوئ.

...

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS