د پکتیا ولایت د عدليې رییس د ګردې څېړۍ د حقوقو لوی مدیریت څخه لیدنه وکړه

waheed
Thu, Sep 15 2022 11:52 AM
3

د پکتیا ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد رییس محمدی او ورسره ملګرۍ پلاوي د صفرالمظفر میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ولسوالیو د حقوقو لوی مدیریتونو د نظارت په لړ کې د ګردې څېړۍ د حقوقو له مدیریت څخه لیدنه وکړه او د دغې ولسوالۍ د حقوقو لوی مدیر چې نوی مقرر شوی دی د دغې ولسوالۍ  مسوولینو او کارکونکو ته معرفي کړ.

په دغه سفر کې له عدلیې رییس سره د امارت د قضایاو آمر، د حقوقو آمر او د قضایاو د ثبت لوی مدیر ملګري ول.

یاد پلاوي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې مولوي مراد ګل د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د حقوقو  لوی مدیر په حیث د دغې ولسوالۍ کارکوونکو او مسوولینو ته معرفي کړ او د دغه مدیرت کاري بهیر یې له نږدې وڅاره. همدا راز یاد پلاوي د دغه مدیرت د کارکونکو ستونزې واوریدې او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزو ته به ډېر ژر رسیده ګې وشي.

..

په دغه سفر کې، د پکتیا ولایت د عدليې رییس او  ورسره ملګري پلاوي د ګردې څېړۍ ولسوالۍ له ولسوال مولوي لعل پادشاه حکمت، امنیه قوماندان، د استخباراتو مسوول، د امر بالمعروف او د یادې ولسوالۍ له جنايي مسوول سره وکتل او د حقوقو لوی مدیریت ستونزو او مسوولیتونو او د عامه او امارتي ځمکو د غصب څخه د مخنیوي په اړه یې خبري وکړې.

همدا راز په دې لیدنه کې د دولتي او عامه ملکیتونو د عرایضو او دعواوو په اړه وویل شول چې مصالحه او منځګړیتوب ونشي او دغه راز قضایاوې په مستقیمه توګه د امارت د قضایاو آمریت ته راجع شي ترڅو له دغې لارې هغو ته رسیده ګي وشي.

د عریضې لیکونکو په اړه هم پریکړه وشوه  هرڅوک چې غواړي د عریضې لیکوونکی شي، لومړی باید له عدليې ریاست څخه د عریضې لیکنې جواز ترلاسه کړي. که چېرې څوک بې له جواز څخه په دغه کار اقدام وکړي هغه سره به قانوني چلند وشي.

یاد پلاوي د دغې ولسوالۍ له خلکو سره هم ولیدل او د هغوی ستونزې یې واورېدې. پلاوي هغوی ته ډاډ ورکړ چې د هغوی حقوقي ستونزو ته به رسیده ګي وشي.

2

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS