د پکتیا ولایت د عدليې رییس د وزې ځدران ولسوالۍ د حقوق له لوی مدیریت څخه لیدنه وکړه

waheed
Wed, Sep 14 2022 11:47 AM
..

د پکتیا ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد رییس محمدي او ورسره مل پلاوي د صفر المظفر میاشتې په ۱۷ نېټه د سه شنبې په ورځ د ولسوالیو د حقوقو  د مدیریتونو د چارو څخه د نظارت په لړ کې د وزې ځدران ولسوالۍ د حقوق لوی مدیریت څخه لیدنه وکړه.

په دغه سفر کې چې د حقوقو لوی مدیریت د چارو د ارزیابۍ او د دغه مدیریت د ستونزو د حل په موخه په لاره اچول شوې و، د عدليې له رئیس سره د امارت د قضایاو آمر، د حقوقو آمر او د قضایاو د ثبت لوی مدیر ملګري ول.

یاد هیئت، د حقوقو لوی مدیریت د کاري بهیر څخه له نږدي نظارت وکړ او د دغه مدیریت د کارکوونکو ستونزې یې واورېدې، د پکتیا عدليې رییس د وزې ځدران ولسوالۍ د حقوق لوی مدیر سره وعده وکړه چې د دغه مدیریت ستونزو ته به ژر تر ژره رسیده ګي وکړي.

1000

په دغه سفر کې، د عدليې رییس او ورسره مل پلاوي د وزې ځدران ولسوالۍ له ولسوال قاري جمال محسن، د امر بالمعروف مسوول او ابتدایې محکمې قاضي سره ولیدل او د حقوقو لوی مدیریت مسوولیتونو او ستونزو، د امارتي او عامه ملکیتونو د غصب څخه د مخنیوي په اړه خبرې وکړې.

همدا راز په دې غونډه کې وویل شول چې د عامه او دولتي ملکیتونو د عریضو او دعواو په اړه باید مصالحه او منځګړیتوب ونشي او په همدې توګه قضیې باید په مستقیمه توګه د امارت د قضایاو آمریت ته راجع شي ترڅو له دې لارې هغو ته رسیده ګي وشي.

په پای کې د عریضې لیکونکو په اړه هم خبرې وشوې او پریکړه وشوه هرڅوک چې غواړي د عریضې لیکوونکی شي، لومړی باید له عدليې وزارت څخه د عریضې لیکنې جواز ترلاسه کړي. که چېرې څوک بې له جواز څخه په دغه کار اقدام وکړي هغه سره به قانوني چلند وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS