د پلان او پالېسۍ ریاست کار بهیر

د پلان او پالیسۍ ریاست، د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه دی. دغه ریاست، لومړی د اداري ریاست په تشکیل کې د (احصائې او پلان) مدیریت په سرلیک سره رامنځته شو د اړتیا له کبله، د پلان او پالیسۍ آمریت ارتقا وموندله او وروسته په ۱۳۸۸ کال کې د پلان او پالیسۍ ریاست ته د عدلیې وزارت د (قانونو او عدالت) پنځه کلنې ستراتېژۍ د پلي کولو په موخه او په پای کې، د افغانستان ملي پراختیا ستراتېژۍ، د ملي شتمنۍ لومړيتوب برنامې او ...، د عدلیې وزارت په چوکاټ کې ارتقا وکړه.

استقامت یا کاري بهیر:

  • د عدليې وزارت د عمومي پالیسۍ طرحه او پراختیا.
  • د عدلیې وزارت د ستراتېژۍ تحلیل او تجزیه.
  • د افغانستان اسلامي امارت ته د وړاندیز په موخه د وزارت د پراختیايي پروژو د پلان طرحه او ترتیب او په دې برخه کې د پراختیایي بودجې ترلاسه کول.
  • نورو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته د پلان جوړونې، د راپور وړاندې کولو سیستم په اړه د تخنیکي مشورو وړاندې کولو طرحه.
  • د اټکل شوو لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره په مرکز او ولایتونو کې د وزارت ذیربطو ادارو د پراختیایي اړتیاو تصنیف او تفکیک او په دې برخه کې د پراختیایي پلان تهیه او ترتیب.
  • ذیصلاح مقاماتو او اړوندو ادارو ته د وړاندې کولو په موخه د وزارت اړوندو ریاستونو د تطبیقي پلان تحلیل او توحید.
  • د پلان جوړونې او راپور وړاندې کولو د لارښوودونو، د معلوماتو راټولولو، د ستراتېژیک پلان شاخصونو طرحه او ترتیب او مرکزي او دوه یمې واحدونو ته د هغو استول.
  • له اداري فساد سره د مبارزې د ملي ستراتېژۍ عملیاتي پلان او په عدلیې وزارت کې د عدلي او قضايي سکتور د اصلاح ملي برنامې طرحه او ترتیب.
  •  د پراختیايي پلان د طرحې او ترتیب په غرض د وزارت د معلوماتي ارقامو او احصایو، د اړتیاو او ضرورتونو راټولول.
  • د مرکز او ولایتونو په کچه د راټول شویو معلوماتو، ارقامو او د پلان شاخصونو پر بنسټ د پراختیايي پلان طرحه کول او په اړوندو ادارو کې د وزارت د پراختیایي بودجې دفاع.
  • د وزارت ستراتېژۍ سره په مطابقت کې د پراختیایي پروژو د پروپوزل تهیه او ترتیب.
  • له ریاستونو د کاري پلانونو له تطبیق څخه د راپورونو راټولول، توحید او تحلیل او ذیصلاح مقاماتو او اړوندو ادارو ته د هغو وړاندې کول.
  • د پالیسۍ، ستراتیژۍ او تطبیقي پلان په مطابقت کې د همغږۍ رامنځته کول او له پروژو څخه څارنه او ذیربطو مقاماتو ته د هغو د راپور وړاندې کول.
  • له ذیربطو ادارو د وزارت د پراختیایي پروژو د راپورونو راټولول، تحلیل او توحید او اړوندو مراجعو ته هغو وړاندې کول.
  • د برنامې پر اساس د بودیجي ریفورم له مخې د عدلیې وزارت د برنامو د لاسته راوړنو او پایلو د شاخص ترتیب او د مالیې وزارت ته د هغې د تطبیق په اړه راپور وړاندې کول.