د عدلیې وزارت د مالي او اداري معین محترم مولوي عبدالغني فایق پیژندنه!

پېدایښت:

.

محترم مولوي عبدالغني (فایق) دمحترم مرزا زوی په ۱۳۴۹ هـ.ل کال چې  د ۱۳۹۰ هـ.ق او ۱۹۷۰ م.کال سره سمون خوري د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د کفترخانې د کلي په یوې علمي، دین پروره، مجاهده پروره او فرهنګپاله کورنۍ کې زیږیدلی او نړۍ ته یې سترګې پرانېستې دي.

زدکړې:

 لومړنۍ زدکړې او فنون:

 محترم مولوي عبدالغني فایق صاحب د نورو غم ځپلو هېوادوالو په څېر زدکړو او پوهې ته کم لاس رسۍ درلود. قرآن کریم او لومړنی لیک او لوست یې په خپل کلي کې پیل کړ او له هغې څخه یې وروسته د نورو ابتدایې دیني فنونو د زدکړې په موخه د درایم ولسوالۍ په مدرسې کې ترسره کړې، له هغې څخه وروسته په یاده سیمه کې د لوړو زدکړو د نشتون له کبله د لوړو زدکړو تر لاسه  کولو په موخه ګاونډي هېواد پاکستان ته مهاجر ش او په یاد هېواد کې یې خپلې لوړې زدکړې د دیني علومو په برخه کې تر سره کړې.

فنون او وړه دوره:

 محترم مولوي عبدالغني فایق  تر وړې دورې پورې د پاکستان هېواد په بېلابېلو معتبرو دیني  مدارسو او معتبرو دیني مراکزو لکه سراج الاسلام کاهي مدرسه، زرګري دارالعلوم، د سوات مدرسې، د میرانشاء د منبع العلوم په مدرسه  کې فنون او وړه دوره پای ته رسولې او په یادو مدارسو کې یې د حدیثو دورې (لوې دورې) پورې خپلې زدکړې په ممتاز ډول ترسره کړي دي.

د نبوي حدیثونو دوره (لویه دوره)

په ۱۴۳۸ هـ.ق کال کې چې له ۱۳۹۵ هـ.ل او ۲۰۱۷ م. کال سره سمون خوري د پاکستان پېښور ښار په حیات آباد  کې د دارالقرآن الکریم له لویې دورې څخه فارغ شو او د فضلیت دستار ور په سر کړل شو او اسلام او هېواد ته یې د خپل علمي، جهادي، فکري خدمتونه پیل کړل او د یو غښتلي، پوه او مجاهد عالم په توګه په ګران هېواد کې مطرح شواو د خدمت ډګر ته وړاندې شو.

د جهاد او مبارزې په ډګر کې مسوولیتونه او خدمتونه:

مولوي عبدالغني فایق د جهاد او مبارزې په ډګر کې هم فعال پاتې شوی دي. د زدکړو په بهیر کې او د دیني علومو له فراغت څخه یې وروسته ګڼ شمیر جهادي فعالیتونه او مسوولیتونه ترسره کړي دي چې لنډیز یې په لاندې توګه دی.

الف: د افغانستان اسلامي امارت په تېره دوره کې دندې او مسوولیتونه:

  1. د افغانستان اسلامي امارت په تېره دوره کې د چهار اسیاب په خط کې د بدخشان د مجاهدینو د مسوول په حیث دوه کاله.
  2. د اسلامي امارت د تېرې دورې تر سقوط پورې د پلچرخي د دوهمې پلې فرقې د قومندان په حیث څلور کاله.

ب: د افغانستان اسلامي امارت له سقوط څخه وروسته د شل کلن جهاد پر مهال دندې او مسوولیتونه:

د اسلامي امارت د تېرې دورې له سقوط څخه وروسته مولوي عبدالغني فايق ارام ونکړ بلکې د امریکایې او غربي اشغال او د هغوی د لاسپوڅو پر خلاف یې د جهاد او مبارزې سنګر ګرم وساته او عملاً یې مجاهدین په سیمه کې منسجم او منظم کړل او تر فتحې پورې یې خپل جهادي فعالیتونه او مبارزه روانه وساتله چې شل کلنو جهادي خدمتونو او مبارزه یې په لنډه توګه بیانیږي:

  1. د مرکزي نظامي کمېسیون د غړي په حیث.
  2. د بدخشان ولایت د والي د معاون په حیث.
  3. د مرکزي حلقې د غنایمو مسول او د بدخشان ولایت د مجاهدینو استازی.
  4. د افغانستان اسلامي امارت د بریا، فتحې او بیا ځل واکمنېدلو  پورې په قطر هېواد کې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی.

ج: له فتحې څخه وروسته د مولوي صاحب عبدالغني فایق مسوولیتونه:

محترم مولوي عبدالغني فایق له سیاست او حکومتولۍ سره د بشپړې پوهې او ذکاوت په وجه له فتحې څخه وروسته د اسلامي امارت د زعامت د حکم په اساس لاندې مسوولیتونه ترسره کړي دي:

  1. له فتحې څخه وروسته یې د بدخشان ولایت د والي په حیث دنده ترسره کړې.
  2. د بدخشان ولایت له مسوولیت څخه وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د ۱۴۴۴/۳/۷هـ.ق  نېټې د (۲۰۴) ګڼه حکم پر اساس مولوي صاحب عبدالغني فایق د عدلیې وزارت د مالي او اداري مرستیال په حیث وګمارل شو چې اوس هم د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.