د حقوقي مرستو د ریاست کاري بهیر

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت دنده لري چې، د اړمنو له پاره خپل حقوقي خدمتونه د شریعت او قانون له حکمونو سره سم ددغه وزارت د دوو بېلابېلو امریتونو منجمله د حقوقي مرستو امریت او د عامه پوهاوي ورکوونې امریت پواسطه د حقوقي مرستو د خدمتونو غوښتنکو له پاره اجرا کړي.

۱- د حقوقي مرستو د امریت کاري بهیر:

دا چې د مدافع وکیل یا حقوقي مساعد لرلو حق د مظنونینو او تورنو له اساسي حقوقو څخه دی، او په اسلامي شریعت او فقهې کې تسجیل شوی دی، پر دغه اساس په جزاي قضیو کې هر مظنون، تورن یا مجني علیه او فاميلي یا کورني قضیو کې ښځي او ماشومان کولای شي د حقوقي مرستو ریاست تر سرلیک لاندې خپل چاپ شوې عریضه وړادې کړي او د پړاونو تېرولو او د بې وزلې فورم له تثبیت څخه وروسته هغوی ته حقوقي مساعد وټاکل شي ترڅو د هغوی له شرعي حقوقي څخه محکمو او عدلي او قضایي ادارو کې د حقوقي مساعد پواسطه په وړیا ډول دفاع صورت ومومي.  او یا که چېرې د تورنو، مظنونینو او مجني علیه دوسیې په عدليې او قضایي ادارو کې تر بررسۍ لاندې وي هغوی هم کولای شي د اشخاصو د بې وزلۍ له تثبیت څخه وروسته او د جزايي په غیابي قضیو کې له یاد ریاست څخه وړیا حقوقي مساعد په رسمي بڼه مطالبه کړي.

د حقوقي مساعد دندې او مکلفیتونه:

د بې وزله مظنون، تورن یا محکوم علیه له پاره د حقوقي مساعدت وړاندې کول او په کورنۍ قضیو کې د بې وزله ماشومانو او ښځو، مجني علیه او نور زیانمنونکو قشرونو  دفاع کولو کې لاندې موارد شامل دي.

  • د عدلي تعقیب ټولو پړاونو کې د موکل اړونده جزايي دعوا د اوراقو مطالبه، له موکل سره کتنه، خبرې، د نظارت لاندې موکل مراسلات او مخابرات، په هغه چاپېریال کې توقیف یا حبس چې د هغه اسرار په کې خوندي شي؛
  • د موکل شخصیت ته درناوی او په صداقت او امانت دارۍ سره د حقوقي مساعدت وړاندې کول، او له هر ډول جنسیتي، ژبني، قومي، سمتي، سیمه ییز او نژادي تبعیض څخه ځان وساتي؛
  • د موکل جانب مقابل لوري ته له هرډول مساعدت څخه ځان ساتل او له هر ډول کړنو څخه چې د تحقیق او محکمي په لړ کې د ځنډیو لامل شي.
  • د موکل سندونه اخېستل،  حفظ او د کتبي سند په بدل کې موکل ته استرداد، په ډېټابېس کې د ورسپارل شوو قضیو د معلومات ثبتول او اړوندې مرجع ته د ورځنيو اجرااتو راپور وړاندې کول.

د شرعي او حقوقي مشورو وړاندې کول:

د هېواد د اوسېدونکو له غوښتنې سره سم غوښتونکو ته د حقوقي او جزایي قضیو په اړه د حقوقي مساعد له لوري شرعي او حقوقي مشورې وړاندې کېږي.

۲- د عامه حقوقي پوهاوي کاري بهیر

څرنګه چې د افغانستان اکثریت وګړي د شرعي، حقوقي او قانوني موضوعاتو په اړه چې د اسلام سپېڅلي شریعت او د هېواد نافذ شوو قوانینو کې تضمین شوي او دغه راز دغو حقوقو ته د لاسرسي په ډول  او عدلي او قضايي ادارو ته د مراجعې په ډول بشپړ معلومات نه لري چې د لازمه حقوقي پوهاوي نشتوالی د هغوی د ژوند پر کیفیت ډېره منفي اغېزه کوي. په ځانګړي توګه دغه امر د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې عدالت ته د مناسبې او عادلانه لاسرسۍ څرنګوالی ستونزمن کوي په ځانګړي توګه چې زموږ د هېواد زیات اوسیدونکي نالوستي او یا کم لوستي د شرعي حقونو، مدني او نورو حقونو د لاسته راړولو په بهیر کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او د  د شرعي او حقوقي معلومات نه درلودلو ستونزې لوی او احتمالي اغېزه، د هغوی د شرعي او حقوقي اغېزې د پښو لاندې کېدو لامل کېږي. ځکه چې د پوهاوي نه درلودلو په صورت کې خلک نشي کولای چې د عندالمراجعه عدلي او قضایي ارګانونو څخه د خپل د حق غوښتنه وکړي چې پایله کې به د هغوی له پاره خپلو حقونو ته لاسرسۍ ناممکن او ستونزمن وي،  تېرو څلور لسېزو جګړو د افغانستان خلک د شرعي او حقوقي حکمونو له تعلیم او پوهاوي څخه لري کړي دي. د اسلام شریعت او مدني حقونو په اړه د هېوادوالو د پوهاوي کچې لوړولو او فکري وده، د اسلامي امارت له نظام څخه د معلوماتو نشتوالي حل کول د امارت له اساسي دندو څخه دي. له دغه امله د افغانستان اسلامي امارت ددغې موضوع درک او د هېواد په کچه د شرعي او حقوقي پوهاوي د ضرورت په اړه جدي توجو کړي د اسلامي امارت د عدلیې وزارت دنده لري چې د خپل اړوندو ادارو له لارې دهېواد په کچه عامه حقوقي پوهاوی ترسره کړي.

د هېواد عدليې وزارت د اسلامي شریعت  د حکمونو په پام کې نیولو سره د ټولنې د خکلو د شرعي او حقوقي پوهاوي د کچې لوړوي، چې شرعي او قانوني حقونو ته د عادلانه لاسرسۍ زمېنه چمتو کوي.

د یادولو وړ ده چې عامه حقوقي پوهاوی په ۱۳۸۴ کال کې د عدليې وزارت په تشکیل کې لکه څرنګه چې په مرکز کې د مدني زده کړو د ارشدو اموزګارانو عالي بورډ او د مرکز حقوقو د ریاست په تشکیل کې د تبلیغاتو او خپرونو بورډ او د ولایتونو د ولسوالیو او ناحیو د حقوقو د مبلغانو د مدیریتونو په تشکیل کې نوی رامنځ ته شوی او د کارکوونکي یې له ۱۳۸۵ کال راهیسۍ یو بل پسې تقرر ترلاسه کړی دی چې تر ۱۳۸۷ کال په همدغه توګه پاتې شو او په ۱۳۸۸ کال کې دغه تشکیل د عامه حقوقي پوهاوي امریت ته ارتقا وکړه. چې تشیکلات يې په لاندې توګه دي:

د عامه حقوقي پوهاوي امریت د ۱۴۴۴ ه.ق کال  منظور شوي تشکیل کې ۲۰ تنه مرکزي کارکوونکي او د ولایتونو په کچه تشکیلاتو کې یو یو تن چې شمېر (۳۳) تنه او په مجموع کې ۵۳ تنو ته رسیږي د عامه حقوقي پوهاوي په کارونو بوخت دي. سره له دې چې دغه واحد د جوړیدو له پېل څخه تر دې دمه د عامه حقوقي پوهاوي  د تبلیغاتو په چارو ترسره کولو په څرنګوالي کې له ستونزو سره مخ دي هم وشو کولای چې خپل سپارل شوې دندې د لاندي دندو له لایحې او کاري پلان سره ترسره سم سرته رسوي.

حقوقي عامه پوهاوی: حقوقي عامه پوهاوی عبارت دی له شرعي حکمونو او موضوعه قوانینو سره سم د خلکو د پوهاوي د کچې لوړول د هغو له حقوقو او وجایبو څخه او دغه راز د اړوند عدلي او قضايي ارګانونو معرفي او حقوقو ته د لاس رسۍ د ډول او  عدالت د تامینولو د بهیر معرفي.

لید لوری:

د ټولنې د خلکو د شرعي او حقوقی پوهاوي د زیاتولو په اړه د حقوقي عامه پوهاوي امریت لیدلوری دا دی چې د بشپړ شرعي حکمونو او د حقوقي مسایلو په برخه کې د معلوماتو په وړاندې کولو سره د هېوادوالو له پاره عدالت ته د لاسرسۍ زمینه جوړه کړي.

د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې اصول:

عام فهمي: د حقوقو عامه پوهاوي ورکوونې امریت او یا هر یو د حقوقي عامه پوهاوي  ورکوونې وړاندې کوونکی بنسټ باید په دغه ډول د خپل د حقوقي پوهاوي پیغام تنظیم کړي چې د ټولنې ټولو وګړو له پاره بې له دې چې د هغوی سواد په نظر کې ونیول شي د پوهې وړ وي.

بیطرفي: حقوقي پيغامونه نباید د تعصب، تبعیض او یا هم سمتي مسایلو اړوند موضوعات ولري.

موخه لرونکي: د عامه اذهانو د روښانه کولو له پاره حقوقي پیغام باید یو روښانه موخه له ځان سره ولري.

د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې ګټه اخیستونکي:

د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې ګټه اخیستونکي؛ د ټولني اړمن وګړي دي چې له حقوقو، امتیازاتو او د اسلامي شریعت او قوانینو لخوا پر ورکړل شوو مکلفیتونو، باندې خبر نه دي.

د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې د امریت دندې:

د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې امریت کې یو تن آمر، د مدني حقوقي تعلیماتو بورډ (۴) تنه او (۱۵) تنه سیمه ییز حقوقي مبلغین شامل دي. چې د مرتبې له پلان سره سم د پوهاوي ورکوونې مواد جوړول او د عامه حقوقي پوهاوي تعلیماتو ترسره کول ددغه آمریت له کلیدي دندو څخه دي.

۱ - د حقوقي موادو برابرول:

د حقوقي مرستو ریاست د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې امریت په مشخصو موضوعاتو کې د اسلام شریعت له حکمونو، قوانینو، حقوقي کتابونو او داسې نورو سرچینو څخه استفاده کوي. لومړۍ د موضوعاتو عنوان مشخص کېږي، ثانیاً د موضوع په اړه له بېلابېلو سرچینو څخه مواد راټولېږي. ثالثاً موضوعات په انفرادي او ټولیز ‌ډول لیکل کيږي او پای کې له پروجکتور څخه پعه استفادې سره بیا کتل او تصحیح کیږي.

له دې امله چې مواد د عامه خلکو له پاره تیاریږي؛ د عامه پوهاوي ورکوونې اصول، پالیسي او موخې پکې رعایت کیږي او په هیڅ صورت کې د اسلامي شریعت د حکمونو او د افغانستان اسلامي امارت د پالیسیو خلاف نه شي کېدای.

۲- د حقوقي موادو ویش:

حقوقي مواد (کتابچه، بروشور، پوستر، او نورې تبلیغاتي ورقې) چې د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې آمریت د کارکوونکو لخوا برابریږي، د عامه پوهاوي مبلغینو لخوا په ټولونو کې تبلیغ او غوښتونکو ته ویشل کیږي.

د عامه حقوقي پوهاوي آمریت پخوا له غیر دولتي موسسو او  په ولایتونو کې د عامه حقوقي پوهاوي تطبیق کوونکو  له بنسټونو سره نږدې اړیکې درلودې؛ حقوقي مواد د یاد شوو بنسټونو له لارې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د خلکو له پاره وړاندې کیدل.

د عامه پوهاوي آمریت د امکان تر حده پورې کولای شي د غوښتنې په صورت کې د افغانستان ټولو ولایتونو ته حقوقي مواد وویشي.

۳- د تبلیغاتو اجراآت:

ساحوي مبلغین د عامه پوهاوي آمریت له لارښوونې سره سم عامه حقوقي پوهاوي برنامې په ښوونځیو، سیمو، دولتي او خصوصي موسسو کې د ټولو له لاري په دې توګه چې لومړی د ښوونې وزارت او اړوندو ریاستونو، ښاروالیو، د حج او اوقافو وزارت، د ولوړو زده کړو وزارت او د کورنیو چارو وزارت همغږي او زمینه جوړوي او د یاد شوو مسوولینو سره له هوکړې څخه وروسته د پوهاوي ورکوونې برنامې په ښوونځیو کې د ښوونځیو زده کوونکو له پاره او په سیمو کې د ځایي اوسیدونکو چې نارینه، ښځینه او د امارتي او خصوصي کارکوونو له پاره تطبیق کوي. په دې ډول چې په هر ټولګي کې چې د پوهاوي ورکوونه تطبیقوي لږتر لږه ( ) تنه په کې حضور ولري او دغه بهیر د پوهاوي ورکوونې له پيل څخه تر دې دمه دوام لري او پر مخ ځي.

په ولایتونو کې تبلیغ د هغو د عدليې ریاستونو له لارې، د پورته مراجعو له لارې ترسره کیږي.

۴- د حقوقي مشورو وړاندې کول:

د مرکز او ولایتونو د عامه حقوقي پوهاوي کارکوونکي د تبلیغ د اجرا سربېره، غوښتونکو له پاره د دندو له لایحې او له پالیسۍ  سره سم غوښتونکو له پاره عامه حقوقي مشورې وړاندې کوي.

۵ - حقوقي کمپاینونه جوړول:

 غونډې:

د حقوقی مرستو ریاست د عامه حقوقي پوهاوي آمریت هڅه کوي چې د وزارت د مقام د اړتیا لېدلو په صورت کې په مرکز او ولایتونو کې د ساحوي مبلغینو غونډې په لاره واچوي چې د هېوادوالو د نارینه او ښځینو په شمول او د ښوونځیو زده کوونکو، د سیمې مخورو، د ګذر، ناحیو او ولسوالیو د وکیلانو په شمول دغه غونډې جوړوي ترڅو زموږ هېوادوال د عامه حقوقي پوهاوي له تبلیغاتو څخه برخمن شي. دغه غونډې زیاتره د ښوونې او حج او اوقافو محترمو ریاستونو په مرستو سره په ښوونځیو او جوماتونو کې به په لار واچول شي.