د انسجام د لوی ریاست کاري بهیر

د معاملاتو د لارښوونې د جواز لیک د صادرولو لپاره د عدلیې وزارت د ټولنو، د معاملاتو د لارښوونو او د عریضه لیکونکو د چارو د ریاست کاري بهیر

 د ټولنو د چارو ریاست:

په خپل تشکیل کې د (۳) رتبې د آمریت یو بست،  د ټولنو د بررسۍ او د ټولنو د نظارت د (۴) رتبې (۱۰) بستونه، د ډیټابېس او اداري مدیر (۵) رتبې یو بست او د اداري مامور (۶) رتبې یو بست لري.

د انسجام د لوی ریاست اساسي او عمده موخه:

د دغه ریاست عمده او اساسي دنده د ټولنیزو ټولنو، د معاملاتو د لارښوونو او د عریضه لیکونکو ثبت او بررسي ده.

د انسجام لوی ریاست عمده دندې:

۱. د مراجعینو او نورو مراجعو څخه د ټولو پاڼو، سندونو، لیکونو، استعلام، وړاندیز لیک، غوښتنلیک اخیستل او اړونده برخو ته یې استول.

۲. مامورینو ته د هغوی اړوندو کارونو لارښوونه.

۳. د ادارې په چارو کې د همکارۍ منځ ته راوړل.

۴. د انسجام لوی ریاست د چارو تنظیم او د دې ریاست کارونه ترتیبول.

۵. د انسجام لوی ریاست د چارو ښه انسجامول.

۶. د دې ریاست د ټولو برخو کنترول او مراقبت.

۷. په ټاکل شوي وخت د دې ریاست د ټولو برخو د کاري چارو اجراآت.

۸. ټولنیزو ټولنو، د معاملاتو د لارښوونو او له عریضه لیکونکو سره د همکارۍ تأمینول.

۹. د دې ریاست ټولو برخو ته لارښوونه او همکاري کول.

۱۰. د وزارت مشرتابه هیئت ناستو او د اداري هیئت ناستو کې ګډون او اړونده مقاماتو ته راپور وړاندي کول.

۱۱. ټولنیزو ټولنو، د معاملاتو لارښوونو او له عریضه لیکونکو سره، د معاملاتو د لارښوونې، د عریضه لیکونکو او د یوې ټولنیزې ټولنې جوړیدو لپاره د هغوی د سندونو او پاڼو د لا تنظیم په اړه تفاهم.

۱۲. د اړوند برخو څخه کلنی، ربعوار، میاشتنی او اوونیز راپور اخیستل او د وزارت مقام ته یې وړاندې کول.

۱۳.اړونده ټولو برخو ته د فرمانونو، حکمونو او مصوبو ویش.

۱۴.د وزارت مرکز او ټولو مرکزي ریاستونو سره د کاري اړیکي تأمینول.

د ټولنو د چارو د ریاست عمده دندې:

۱. د ټولنیزو ټولنو د اساسنامې بررسي.

۲. د ټولنیزو ټولنو د دوسیو تنظیم.

۳. د ټولنیزو ټولنو له مقر څخه لیدنه.

۴. د ټولنو د فعالیت او کړنو له څرنګوالي څخه نظارت.

۵. د دوسیو، لیکونو، لارښودونو او پالیسيو تنظیم.

۶. د ریاست هر فرد لپاره د ربعوار او کلني پلانونو تنظیم او لیکل.

۷. د دندو له تنظیم شوي کاري پلان او د دندو لایحې سره سم د هر وګړي مسؤل کېدل.

۸. اړوندو کتابونو کې د ټولنیزو ټولنو ثبتول.

۹. د ټولنو اړوند مسؤلینو ته د م ۲۵، فورمې ویشل.

۱۰.تجدیدي او ټولنیز ټولنو ته د راجستر سند ترتیبول.

۱۱.قوماندانۍ یا څارنوالۍ ته د ټولنو د بنسټ اېښودونکو د عدم مسؤلیت استعلام استول.

۱۲.مراجعینو ته د لارښوود ویشل.

۱۳.د مراجعینو ستونزو د حل له پاره د دوشنبې په ورځو د کمېسیون جوړول

د معاملاتو او د عریضه لیکونکو ریاست:

موخه: د معاملاتو د لارښوونې ریاست د عدلیې وزارت په چوکاټ کې د معاملاتو او عریضه لیکونکو د دفترونو د فعالیتونو مشروعیت، ساده کولو، سیستم جوړولو (برېښنايي کولو) او د قانون حاکمیت  په منظور  فعالیت ترسره کړي، اوس مهال د هیواد په کچه د معاملاتو لارښوونې کابو ۶۰۰۰ دفترونه او ۱۷۰۰ تنه عریضه لیکونکي د عدلیې په وزارت کې ثبت شوي او د فعالیت جواز لري.

۱. د نوي جوازلیک د پړاوونو تېرولو پروسه:

هغه کسان چې د معاملاتو د لارښوونې د نوي جوازلیک غوښتونکي دي لاندې شرایط، سندونه او اجراآت پر هغوی د تطبیق وړ دي.

الف: شرایط:

۱. د دولسم او یا له هغې څخه د لوړې درجې د تحصیلي سند درلودل.

۲. د رسمي کار او دندې نه درلودل.

۳. د جنایت په جرم، اداري فساد او د معاملاتو د لارښوونې اړوند جرم نه محکومیت.

۴. د نیک شهرت درلودل.

۵. د نغدي پیسو، د شرعي او یا د عرفي قبالې تضمین چې د قبالې مالک ژوندی او موجود واوسي.

ب: سندونه:

۱. مطبوع عریضه چې نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم، د تذکرې ګڼه، اصلي او فعلي سکونت، د اړیکې شمېره، ناحیه او د معاملاتو د لارښوونې سرلیک ولري.

۲. د شرعي/عرفي قبالې کاپي او یا په لومړۍ درجه ولایتونو کې د ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ، په دوه یمه درجه ولایتونو کې د ۳۰۰۰۰۰ افغانۍ او په دریمه درجه ولایتونو کې د ۲۰۰۰۰۰ افغانۍ  بانکي آویز درلودل.

۳. د تذکرې روښانه او د ویلو وړ کاپي او د ظاهري څهرې په مطابق یو انځور.

۴. د عرفي قبالې د خاوند د تذکرې کاپي، د صفايي کتابچې کاپي او د دوو تنو تضمین کونکو د تذکرې کاپي. (عرفي تضمین)

۵. د جواز د غوښتونکي فزیکي حضور الزامي دی.

ج: د اداري انسجام اړوند برخو اجراآت:

۱. اړونده برخه پورته سندونه چک او وروسته له دې چې ډاډ ترلاسه کړي چې غوښتونکي مخکې د معاملاتو د لارښوونې جواز نه درلود دوراني (معلوماتي) فورمه د مهر او لاسلیک او ثبت څخه وروسته، غوښتونکي ته ویشي، عریضه او د هغې ضمایم خوندي کوي.

۲. غوښتونکی مکلف دی چې د یوې میاشتې په اوږدو کې په فورمې کې د درج شویو پنځو ارګانونو تصدیق بشپړ او د ماليې ورکولو د تشیخصیې شمېرې (TIN) سره یو ځای اړونده برخې ته تسلیم کړي.

۳. اړونده برخه په فورمې کې د درج شويو تصدیق کونکو مراجعو له صحت او ډاډ ترلاسه کولو څخه وروسته، د تضمین اړوند لیک او یا فورمه د اړوندې مرجع تر سرلیک لاندې لیکي او له لاسلیک څخه وروسته، صادر او غوښتونکي ته تسلیموي.

۴. غوښتونکی د تضمین پړاوونو تېرول بشپړوي او د هغې تائید او یا رد ځواب اړوندې برخې ته تسلیموي.

۵. اړونده برخه په هغه صورت کې چې د تضمین د پړاوونو تېرول بشپړ او تائید شوي واوسي غوښتونکي لپاره د حق الامتیاز تعرفه چې پنځلس زره افغانۍ کیږي له لاسلیک څخه وروسته د فکري مالکیت د ثبت په ریاست کې د افغان ملي بانک ترسرلیک لاندې صادر او د تادیې کولو په موخه غوښتونکي ته سپاري. دغه راز د غوښتونکي تر سرلیک لاندې د نیک شهرت او د اهلیت د تصدیق په موخه یو استعلام اړوندې ناحیې ته صادروي.

۶. غوښتونکی د حق الامتیاز مبلغ اړوند بانک ته تحویلوي، د تحویلۍ آویز او ټاکل شوی استعلام بشپړ او له دوو انځورونو سره یوځای اړوندې برخې ته سپاري.

۷. اړونده برخه ټول سندونه یو ځل بیا بررسي کوي او د درېو ورځو په اوږدو کې د معاملاتو د لارښوونې جواز د سټې، مهر او لوحې له استعلامونو سره یوځای له لاسلیک او ثبت څخه وروسته غوښتونکي ته تسلیموي.

۸. د جواز درلودونکی مکلف دی چې مهر او لوحه د شهید عبدالحق په څلور لاري کې له آزاد دولتي مطبعې او سټې  په زاړه مکروریان کې د کابل له مستوفیت څخه ترلاسه کړي او د جواز له اصل سره یوځای اړوندې برخې ته وړاندې کړي.

۹. اړونده برخه سټې مهر او نښاني کوي چې د جواز اخیستلو پروسه پای ته رسیږي.

۱۰. د معاملاتو د لارښوونې د جواز درلودونکي د مالیاتي وجایبو تصفيه او د کلني راپور وړاندې کول:

الف: سندونه:

۱. د جواز درلودونکي مکلف دي چې د هر مالي کال په لومړۍ ربع ( وري، غويي او  غبرګولي) کې مالیاتي وجایب په اړوندې مالیاتي حوزې کې تصفیه او مالیاتي لیک، د بیلانس جدول کاپي او د معامله شویو سټو اصل د انسجام ادارې اړوندې برخې ته تسلیم کړي.

ب: د انسجام ادارې اړوندې برخې اجراآت:

۱. اړونده برخه پورته سندونه ملاحظه، د معاملاتو شمېر، د لیک شمېره او نېټه او د مالیاتو د تحویلۍ مبلغ په ډيټابېس کې درج او ثبتوي.

ج: تادیبات:

۱. په هغه صورت کې چې د جواز درلودونکي په پورته کلني راپور کې ځنډ وکړي له قانون سره سم پنځوس زره افغانۍ جریمه کيږي.

۲. د معاملاتو د لارښوونې د جواز د تمدید پروسه:

الف: سندونه:

۱. د جواز درلودونکي مکلف دي چې د جوازلیک د نېټې له بشپړېدلو څخه یوه میاشت وړاندې د تمدید په موخه د جواز له اصل، د مالیاتي لیکونو او سټو سره یوځای اړوندې برخې ته تسلیم کړي.

ب: د انسجام ادارې اړوندې برخې اجراآت:

۱. اړونده برخه سندونه بررسي او استعلام او یا لیک د تضمین د تائید او یا د تمدید په غرض د اړوندې مرجع ترسرلیک لاندې لیکي او د جواز درلودونکو ته یې تسلیموي.

۲. د جواز درلودونکی د تضمین تصدیق او تائید له اړوندې مرجع څخه بشپړ او اړوندې برخې ته تسلیموي.

۳.اړونده برخه د حق الامتیاز آویز چې پنځلس زره افغانۍ کیږي د اړوند بانک تر سرلیک لاندې صادر او د جواز درلودونکي ته یې تسلیموي.

۴.په هغه صورت کې چې د جواز درلودونکی کوم جرمي او حقوقي مسؤلیت و نه لري اړونده برخه جواز د درې ورځو په اوږدو کې تسلیموي. چې د جواز د تمدید پروسه پای ته رسیږي.

ج: تادیبات:

۱. په هغه صورت کې چې د جواز درلودونکي په تمدید کې تاخیر وکړي د هرې ورځې د تاخیر پر وړاندې درې سوه افغانۍ جریمه کیږي.

۲. په هغه صورت کې چې د جواز نېټه له ۴۵ ورځو څخه تېره شوې اوسي او تمدید شوی نه وي د ۱۳۵۰۰ افغانۍ جریمه سربېره د لارښوونې جواز لغو او د تمدید وړ نه دی.

۳. د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت د ځای د لیږد پروسه:

الف: سندونه:

۱. د جواز درلودونکي مطبوع عریضه چې نوم، د پلار نوم، د جواز ګڼه، د جواز نېټه، د معاملاتو د لارښوونې سرلیک او نوې پته چې دفتر هلته لیږدول کیږي په کې درج کړي د جواز له اصل او مهر سره یوځای اړوندې برخې تسلیموي.

ب: د انسجام ادارې اړوندې برخې اجراآت:

۱.اړونده برخه د جواز درلودونکي شهرت، اوسنۍ پته او د لیږد پته په کې د افغان اعلاناتو ریاست ترسرلیک لاندې لیکي په هغه صورت کې چې د هغې ناحیه بدلون مومي د هغې یوه کاپي د اوسنۍ مالیاتي حوزي او یوه کاپي د لیږدول کیدلو مالیاتي حوزې ته لیکل کیږي اود  لارښوونې مهر باطلوي.

۲. د جواز درلودونکي د خپل د اعلان کتنګ او د اوسنۍ حوزې د مالیاتي تصفیې لیک اړوندې برخې ته تسلیموي.

۳. اړونده برخه نوې پته په جوازلیک کې درجوي مهر او لاسلیک کوي او د دولتي مطبعې تر سرلیک لاندې د استعلام یو نقل صادروي.

۴. د جواز درلودونکی له دولتي مطبعې څخه مهر ترلاسه او د خپل مخکني د لارښوونې دفتر آثار له منځه وړي او نوي ځای ته خپل سندونه او وسایل لیږدوي. د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت ځای د لیږد پروسه پای ته رسیږي.

ج: تادیبات:

۱. کله چې د جواز درلودونکی د پورته شرایطو په پام کې نیولو څخه پرته خپل دفتر په خپل سر ډول ولیږدوي د استازولۍ د مبلغ په عنوان پنځوس زه افغانۍ جریمه کیږي.

۵. د معاملاتو د لارښوونې د سندونو ورکیدل، سوځیدل او یا غلا کیدل:

الف: سندونه:

۱.هرکله چې مهر او جواز ورک شي د جواز درلودونکی دې ژر تر ژره مطبوع عریضه چې په  کې نوم، د پلار نوم، د جواز ګڼه، د جواز نېټه، د معاملاتو د لارښوونې سرلیک او د ورک/سوځیدلي/غلا شوي اقلامو ډول په کې درج او اړوندې برخې تسلیم کړي.

ب: د انسجام ادارې د اړوندې برخې اجراآت:

۱. په هغه صورت کې چې د جواز نېټه بشپړه شوې نه اوسي اړوند برخه د ورک شوي سند ډول او د جواز درلودونکي شهرت او د سند نه اعتبار په کې درج او د افغان اعلانات تر سرلیک لاندې صادروي.

۲. د جواز درلودونکی کتنګ ترلاسه کوي او اړوندې برخې ته یې تسلیموي.

۳. اړونده برخه د موضوع د صحت د ډاډ ترلاسه کولو څخه وروسته له اړوندو مراجعو څخه د استعلام په ذریعې ډاډ ترلاسه کوي او د قانون مطابق مهر او یا د جواز مثنی د پنځلس زرو افغانیو به بدل کې د پاتې مودې له پاره صادروي. پروسه پای ته رسیږي.

ج: تادیبات:

۱. هرکله چې د جواز درلودونکی له پورته سندونو څخه فعالیت ترسره کړي او موضوع پټه او یا په رسمي ډول خبرتیا ورنه کړي جریمه او یا هم تر عدلي تعقیب لاندې نیول کیږي.

۶. د معاملاتو د لارښوونې د جوازلیک د فسخ کولو پروسه:

الف: سندونه:

۱. د جواز درلودونکي هر کله چې د خپل جواز د فسخ غوښتونکي اوسي د جواز د نېټې له بشپړیدلو څخه وړاندې مطبوع عریضه چې په کې نوم، د پلار نوم، د جواز ګڼه، د جواز نېټه، د معاملاتو د لارښوونې سرلیک او د جواز د فسخ دلیل په کې درج اوسي د جواز له اصل، مهر، سټو، د بیلانس جدول، د مالیاتي تصفیې د لیکونو له اصل او د خپلې دولتي لوحې سره یوځای اړوندې څانګې ته وسپاري.

ب: د انسجام ادارې اړوند برخې اجراآت:

۱. اړونده برخه د مالیاتي وجایبو د تصفیې په موخه د اړوندې مالیاتي حوزې تر سرلیک لاندې یو لیک او د افغان اعلاناتو ترسرلیک لاندې یو لیک د معاملاتو د لارښوونې دجواز د فسخ موضوع د خپرولو په موخه په یوې چاپي رسنۍ او یو بل لیک د اړوندې حوزې پولیسو ترسلیک لاندې لیکي او له لاسلیک څخه وروسته صادر او د جواز درلودونکي ته یې تسلیموي.

۲. د جواز درلودونکی په ځواب کې د اعلان کتنګ او د مالیاتي تصفیې لیک اخلي او بېرته یې اړوندې برخې ته تسلیموي.

۳.اړونده برخه د ځوابیې له اخیستلو څخه یوه اوونۍ وروسته، د تضمین د اعادې لیک اړوندې مرجع ته لیکي او د جواز درلودونکي ته یې تسلیموي.

۴.د جواز درلودونکی مکلف دی د لارښوونې ټول آثار له منځه یوسي او دفتر بلې دندې ته پرېږدي. د فسخې پروسه پای ته رسیږي.

۷. د معاملاتو د لارښوونې د جوازلیک د لغو کولو پروسه:

الف: سندونه:

۱.هرکله چې د جواز درلودونکی وفات او یا له یو کال څخه زیات بندي شي له خپلوانو او یا مستخدمینو څخه یو تن ژر تر ژره د فسخ په شرایطو کې درج شوي ټول سندونه اړوندې برخې ته تسلیم کړي او  د هغه د وفات او د حبس نېټه په عریضې کې درج کړي.

ب: د انسجام ادارې اړوندې برخې اجراآت:

۱.اړونده برخه د موضوع د صحت له ډاډ ترلاسه کولو څخه وروسته د اړوندو مراجعو له لارې د اړوندې مالیاتي حوزې ترسرلیک لاندې د ماليې د تصفیې په غرض لیکي او د نه باقیدارۍ له ډاډ ترلاسه کولو څخه وروسته د هغې تضمین په رسمي ډول اعاده کوي.

ج: تادیبات:

۱.هرکله چې نور اشخاص او افراد، د لارښوونې فعالیت پرمخ یوسي او د جواز د درلودونکي د وفات او یا بندي کیدلو موضوع څخه خبرتیا ورنه کړي د عدلیې تعقیب په غرض عدلي او قضايي مراجعو ته ورپېژندل کیږي.