د اداري او مالي چارو ریاست کاري بهیر

د مالي او اداري چارو ریاست د ا.ا.ا د عدلیې وزارت له مرکزي ریاستونو څخه دی دغه ریاست په ۱۳۴۱ هـ.ل کال د عدلیې وزارت په تشکیل کې رامنځته شوی.

د اداري او مالي چارو ریاست د آمریتونو شمېر او تشکیل

د اداري او مالي چارو ریاست په لاندې ترتیب سره ۵ آمریتونو او یو اداري مدیریت لري.

مالي او حسابي آمریت: دغه آمریت په خپل تشکیل کې د بودجې لوی مدیریت یو بست، د معاشاتو لوی مدیریت یو بست او د معاشاتو مدیریت یو بست، د تحصیلي/عوایدو مدیریت یو بست، د حواله جاتو مدیریت یو بست، د دفتردارۍ مدیریت یو بست، د مرکزي او ولایتي تخصیصاتو مدیریت یو بست، د پراختیایي بودجې مدیریت یو بست، د تادیاتو مامور یو بست، د حواله جاتو مامور یو بست، د مرکزي تخصیصاتو مامور یو بست، د ولایتي تخصیصاتو مامور یو بست، د تحصلي/عوایدو مامور یو بست، د دفتردارۍ مامور یو بست او د خزانه دار (تحصیلي خزانه دار، د معاش خزانه دار، د لګښتونو خزانه دار) درې بستونه لري.

د تهیې او تدارکاتو آمریتد تهیې او تدارکاتو آمریت لومړی د مالي او اداري چارو د ریاست په تشکیل کې د (تهیې او تدارکاتو آمریت) په عنوان فعالیت درلود او د اړتیا له کبله په ۱۳۹۲ کال د تهیې او تدارکاتو ریاست ته ارتقا وموندله او ورپسې په ۱۳۹۷ کال کې د دغه وزارت د تشکیل په جوړښت کې د تهیې او تدارکاتو په خپلواک آمریت تبدیل شو او د تهیې او تدارکاتو آمریت اوس مهال د ۱۴۰۱ کال په تشکیل کې د مالي او اداري چارو د ریاست په تشکیل کې دی او فعالیت ترسره کوي چې دغه آمریت په خپل تشکیل کې دوه لوی مدیریتونه (د قراردادونو او پلان جوړونې د تسهیل لوی مدیریت، د تدارکاتو لوی مدیریت) او د قراردادونو د تسهیل مدیریت یو بست، د پلان جوړونې مدیریت یو بست، د اجناسو د تدارکاتو مدیریت یو بست،  د ساختماني تدارکاتو مدیریت یو بست، د غیر مشورتي تدارکاتو مدیریت یو بست او د مشورتي تدارکاتو مدیریت یو بست لري.

د خدماتو آمریت:دغه آمریت په خپل تشکیل کې د ټرانسپورټ یو لوی مدیریت او څلور مدیریتونو (د ساتنې او مراقبت مدیریت، د کلوپ مدیریت، د حوالې او د روغنیاتو د لګښتونو مدیریت، د فني تخنیک مدیریت)، د ماموریت اووه بستونه (د کلوپ مامور، د حفظ او مراقبت مامور)، د مراجعینو د ثبت او راجستر مامور، د ټرانسپورټ د تنظمی مامور، د حوالې او د روغنیاتو د لګښتونو فني مامور، آشپز او د آشپز شاګرد دو بستونه، د ماهر کارکونکي ۶ بستونه، د ډریور ۲۵ بستونه او د خدماتي کارکونکي ۱۹ بستونه لري.

د معلوماتي تکنالوژي د خدماتو د انسجام آمریت: دغه آمریت په خپل تشکیل کې د متخصص څلور بستونه (د شبکې او خدماتو د انسجام متخصص، د معلوماتي تکنالوژۍ او اداري ماشین آلاتو متخصص، د ترمیم او عیب موندلو متخصص، د نرم افزارو د سیستم ارزونې متخصص)، د نرم افزارو مهندس یو بست، د شبکې د ساتنې او مراقبت مسؤل یو بست او د سندونو او اړیکو مامور یو بست لري.

د اجناسو د محاسبې آمریت: دغه آمریت چې پخوا د ۱۳۹۹ کال په تشکیل کې د جنسي محاسبې په نوم یادیده خو اوس د ۱۴۰۱ کال په تشکیل کې د اجناسو د محاسبې آمریت په نوم تبدیل شوی دی چې په خپل تشکیل کې د لوی مدیریت دوه بستونه (د تحویلخانې لوی مدیریت او د اجناسو د محاسبې لوی مدیری)، د مدیریت پنځه بستونه ( د املاکو مدیریت، د تحویلخانې د ډیټابېس مدیریت، د اجناسو د محاسبې مدیریت او د تحویلخانې مدیریت دوه بستونه)، د تحویلدار (معتمد) درې بستونه ( د روغنیاتو تحویلدار، د قرطاسیې تحویلدار او د تعمیراتو تحویلدار) او د تحویلدار لاس لاندې دوه بستونه (د قرطاسیې د تحویلدار لاس لاندې، د روغنیاتو او داغمه جاتو د تحویلدار لاس لاندې) لري.

اداري مدیریت: دغه مدیریت په خپل تشکیل کې د مدیریت یو بست او د ماموریت دوه بستونه لري.

د اداري او مالي چارو ریاست اساسي او عمده دندې:

د عدلیې وزارت ټولو کارمندانو او مراجعینو لپاره د روڼ، ګټور او اغیزمن اداري او مالي لوژستیکي خدمات او د معلوماتي تکنالوژۍ آسانتیاو وړاندې کول.

د تدارکاتي ظرفیت کچه لوړول او د ملي تدارکاتو له ادارې څخه ظرفیت ترلاسه کول.

په عدليې وزارت کې د پخوانيو او مندرسو تدارکاتو په ځای د نويو او سیستماتیکو تدارکاتو فرهنګ ته وده ورکول.

د قراردادونو مدیریت لپاره د اغیزمنو ډیټابېسونو رامنځته کول.

د ادارې پراختیا او د تدارکاتو آمریت د کارمندانو ظرفیت لوړول.

تدارکاتي معلوماتو ته د لاسرسۍ زیاتول.

د اداري او مالي چارو ریاست عمده او اساسي دندې:

د مرکزي او ولایتي دفترونو لپاره د بودجوي تخصیصاتو اجرا کول.

د وزارت عواید راټولول او د دولت د عمومي عوایدو حساب ته د هغو تحویلول.

د وزارت عادي او پراختیایي بودجې ترتیب.

د وزارت احصائیوي پلانونو ترتیب او تنظیم.

کارمندانو لپاره ټرانسپورټي خدمات وړاندې کول.

د عدليې وزارت له شتمنیو څخه ساتنه او مراقبت.

د معلوماتي تکنالوژۍ د آسانتیاوو وړاندې کول.

د ودانیزو چارو مشورتي او غیر مشورتي خدماتي اجناسو تهیه او تدارک.

په تدارکاتي او قراردادي پروسو کې د آسانتیاو رامنځته کول.

ادارو لپاره د اجناسو پېرل چې بېړنۍ اړتیا ولري.

په تدارکاتي پروسو کې د آسانتیاو رامنځته کولو په موخه واکمنو مقاماتو لپاره د تدارکاتي مشور ورکول.

د قراردادونو مدیریت او قراردادي لپاره په وخت د پیسو ورکول.

د تدارکاتي سندونو پړاوونو تېرول.

په تدارکاتي او مالي غونډو کې ګډون.