د عدليې وزیر د چیکي دفتر د عدالت  پروژې له رئیس سره لیدنه اوخبرې وکړې

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۲:۲۴
.

 د هېواد د عدليې وزیر قانونپوه فضل احمد معنوي د چیکي دفتر د عدالت پروژې له رئیس اریک پوتزیک سره لیدنه اوخبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې د عدليې وزارت او د عدالت پروژې ترمنځ د همکارۍ سربیره ښاغلي پوتزیک په کابل او ولایاتو کې د عدليې وزارت ادارو ته له کرونا سره د مبارزې په موخه د روغتیايي مرستو د برابرولو او ویشلو په برخه کې چیکي دفتر له چمتوالي څخه ډاډ ورکړ.

.

د عدليې وزیر د دغه دفتر له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، وویل چې د عدلیې وزارت اړوند همکاران به په دې برخه کې له چیکي دفتر سره لازمه همغږي او همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیکا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۰
Background image

د عدلیې وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت د سپینو بیرغونو پورته کول

 عدلیې وزارت د اسلامي امارت د فتحې او بریا د پنځمې کلیزې په مناسبت، د دغه وزارت په انګړ کې د اسلامي امارت سپین بیرغونه پورته کړل.

دا بیرغونه چې یو لوی او نور متوسط بیرغونه په کې شامل. . .

BACK TO NEWS