عدليې وزارت کې په تېرو شپږو میاشتو کې په جمعیتونو پورې اړوند تر ۹۰۰ زیات سندونه بررسي شوي دي.

waheed
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۸ - ۱۱:۴

عدليې وزارت کې په تېرو شپږو میاشتو کې په جمعیتونو پورې اړوند ۹۱۱ سندونه بررسي شوي او د هغو اساسنامې مطالعه او بیاکتل شوي دي.

له دې څخه، په نویو تأسیس شویو جمعیتونو پورې اړوند ۵۷۴ جوازونه، ۷۳ تمدیدي جوازونه، ۱۶ متفرقه جوازونه ( د نوم بدلون، مثنی او نور موارد) د عدليې وزارت له لوري صادر شوي دي.

همدا راز، په جمعیتونو پورې اړوند ۲۴۸ سندونه د جمعیتونو د بررسۍ د بوړد د غړو په واسطه له هر اړخیزې بررسۍ وروسته د مدني قانون او د جمعیتونو د تأسیس او ثبت د ډول د مقررې له حکمونو سره سم، مسترد شوي دي.

د جمعیتونو د ثبت او له پړاوونو څخه د تېرولو بهیر د تېرو څو کلونو په پرتله بې ساری زیاتوالی موندلی دی.

د اساسي قانون د پنځه دېرشمې مادې پربنسټ د افغانستان اتباع حق لري، د مادي او یا معنوي مقصدونو د تأمین په منظور د قانون له حکمونو سره سم، جمعیتونه رامنځته کړي.

جمعیتونه/ ټولنیز بنسټونه هغو انجمنونه، سازمانونو، بنسټونو، شوراوو، اتحادیو، ټولنو او یا جوړښتونو ته ویل کېږي چې په داوطلبانه ډول د حقیقي او یا حکمي اشخاصو د ډلې په واسطه د اړوندو قوانینو په پام کې نیولو سره رامنځته شوي چې غیر انتفاعي، غیر سیاسي، غیر دولتي او مشخصې موخې ولري.

د عدليې وزارت مسؤولیت لري چې د جمعیتونو د ثبت لپاره د اړتیا وړ سندونه مطالعه او بررسي کړي، له ډاډ ترلاسه کولو وروسته د جمعیتونو د چارو له سندونو او نورو اړوندو قوانینو سره سم، د جمعیتونو د فعالیت جواز صادر کړي او امکاناتو ته په کتو سره د هغو د کړنو له څرنګوالي څخه څارنه وکړي.  

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS