په کندوز ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه
د کندوز ولایت د عدلیې رياست د جماديالآخرې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست په مقر کې جوړه کړه.
په یاده ازموينه کې د عدلیې رياست مسئولينو، ګډونوالو ته د ازموينې د پروسې د شفافیت ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د عريضه ليکنې د فعاليت قانوني جواز به په شرایطو برابرو عریضه ليکونکو ته ورکړل شي.
د عدلیې وزارت په مرکز او په ولایتونو کې د عدلیې رياستونه، وخت په وخت د عریضه ليکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلی، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وويشل شي او هم د خلکو په کارونو کې اسانتياوې رامنځته شي.
