د عدلیې وزارت د (۲) تخنیکي قراردادي بستونو اعلان

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۴۴

Publish Date

Closing Date

 د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، اهل کار ته د کار د سپارلو، د تخنیکي او فني خدمتونو وړاندې کولو، د اصلاحاتو راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو او د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د استخدام په موخه لاندې (۲) قراردادي بستونه:

  •  د موټر مستري قراردادي یو بست؛
  • د موټر ویرینګ‌کار قراردادي یو بست؛

د مالي او اداري ریاست، د خدماتو آمریت، د ټرانسپورټ عمومي مدیریت اړوند د (۳۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰ افغانۍ) میاشتني معاش سره له ۱۴۴۸/۵/۵ تر۱۴۴۸/۵/۱۵هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۷/۲۵ تر ۱۴۰۵/۸/۵هـ.ش نېټې سره سمون خوري د لسو کاري ورځو لپاره د آزادې سیالۍ پروسې له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شويو بستونو د غوښتنلیک فورمه د عدلیې وزارت له ویب‌پاڼې او یا هم  په حضوري ډول د کابل په دارالامان سیمه کې د یاد وزارت د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تحصیلي اسنادو، کاري تجربې او د تابعیت تذکرې کاپي) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

.

 

Related VacanciesShow all

Back to vacancies