په کندهار ولایت کې د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو د دفتر د پنځمې رتبې د (۲) بستونو بیاځلې اعلان

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۳:۳۹
.

Publish Date

Closing Date

 د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق، اهل کار ته د کار د سپارلو، د اصلاحاتو د راوستلو او د سالمې ادارې د رامنځته کولو او د ژمنو او اغېزمنو بشري ځواکونو د استخدام په موخه په کندهار ولایت کې د قانون جوړونې او د علمي- حقوقي څېړنو د چارو د دفتر د اړتیا وړ د تقنیني اسنادو کمپیوټر کار (۲) بستونه له ۱۴۴۸/۴/۲۰ څخه تر۱۴۴۸/۴/۳۰ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۷/۱۱ تر ۱۴۰۵/۷/۲۱هـ.ش نېټې سره سمون خوري د لسو کاري ورځو لپاره د آزادې سیالۍ پروسې له لارې اعلان ته سپاري.

د استخدام شرایط:

د دندې موخه: په کندهار ولایت کې د قانون جوړونې د چارو د دفتر د تقنیني اسنادو او نورو اړوندو اسنادو کمپیوټري کول (ټایپ کول).

تحصیلي سویه او څانګه: لږ تر لږه په کمپیوټر ساینس، شرعیاتو، حقوق او سیاسي علومو، عامه اداره او پالیسۍ، ادبیاتو، اقتصاد، اداره او سوداګرۍ، ژورنالیزم، ټولنیزو علومو په یوې څانګه کې لېسانس او یا د هېواد داخل یا بهر له دیني مدرسو څخه معادل سند لرل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی وي.

کاري تجربه: اړتیا نه‌لري.

لازم مهارتونه: د هېواد په رسمي ژبو (دري او پښتو) د لوستلو او لیکلو وړتیا.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شويو بستونو د غوښتنلیک فورمه یوازې د عدلیې وزارت له ویب‌پاڼې او یا هم  په حضوري ډول د کابل په دارالامان سیمه کې د یاد وزارت د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تحصیلي اسنادو، کاري تجربې او د تابعیت تذکرې کاپي) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies