د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیعالآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخالحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د مالي او اداري معینانو او مرکزي رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د وزارت د فعالیتونو، اړوندو کاري چارو ته د مسؤولینو د جدي پاملرنې، د علماوو په کمېټو کې د علماوو د استخدام د څرنګوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په یاده ناسته کې محترم شیخالحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي نظام ته پر ژمنتیا، ولس ته پر خدمت کولو او مسؤولیت منلو او په کاري چارو کې پر اخلاص او صداقت ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخالحدیث مولوي عبدالکریم حیدر هم وویل چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه وروسته په عدلیې وزارت کې پراخ اصلاحات رامنځته شوي دي. نوموړي له مسؤولینو څخه وغوښتل چې خپل ځانونه د شریعت له اصولو سره برابر کړي.
په دې ناسته کې د بحث وړ موضوعاتو په هکله هم لازمې پرېکړې وشوې.
