په کابل کې د امید سبز ښارګوټي ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې پر بنسټ امارتي ثابته شوې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې پرېکړې پر پلي کولو مکلف دی
د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې د ۱۴۴۷ هجري قمرۍ کال د ذوالقعدې په میاشت کې (د روان هجري لمریز کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه) د کابل ښار په شپږمې او دیارلسمې ناحیو کې د امید سبز ښارګوټي په نوم د ۱۵۰۷.۴۹ جریبه ځمکې په اړه د بېلابېلو ادارو د اسنادو، مدارکو او معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه امارتي ده.
د یادې پرېکړې پر بنسټ، دا ځمکه په پنځو کادستري قطعو کې د دولت په نوم ثبت او سروې شوې او حقیقي یا حکمي اشخاصو ته نه ده لېږدول شوې. د اختصاصي محکمې په دغې شرعي پرېکړه کې راغلي چې یاده ځمکه دې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپارل شي او پېرودونکي (اوسني متصرفین) کولای شي د ځمکې د بیې او زیان د ترلاسه کولو لپاره پلورونکي ته مراجعه وکړي.
له همدې امله، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون، د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدګۍ اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړو پر پلي کولو مکلف دی.
د یادونې وړ ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د هېواد په کچه ټول ښارګوټي تر بررسۍ لاندې نیولي، چې ځینې یې امارتي تثبیت شوي دي او د نورو ښارګوټو پر دوسیو هم کار روان دی.