د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له لوري د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق
د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، د روان کال د غبرګولي (جوزا) او چنګاښ (سرطان) میاشتو په اوږدو کې د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو ژباړې تصدیق کړې دي.
له دغو تصدیق شویو سندونو څخه ۱۰ زره او ۲۳ سندونه په کابل، ۸۶۷ په بلخ، ۴۱۳ په هرات، ۱۶۱ په خوست او ۱۱۰۰ نور سندونه په نیمروز، بدخشان، کندهار، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې تصدیق شوي دي.
په دغو تصدیق شویو سندونو کې تذکرې، نکاحخطونه، د زېږون کارتونه، تحصیلي اسناد، طبي تصدیقونه، د محکمو وروستۍ پرېکړې او نور رسمي اسناد شامل دي.
