په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو او سوداګریزو مارکېټونو څخه نظارت ترسره شو
د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د صفرالمظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو او ۴ سوداګریزو مارکېټونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې یو دفتر د سرغړونو ترسره کولو له امله وتړل شو او د معاملاتو لارښوونې د نورو دفترونو مسؤولينو ته توصیه وشوه چې له ټاکل شوي حد څخه د زیاتې کرایې له ثبت او د معاملاتو له ترسره کولو ډډه وکړي.
همداراز کمېټې ټینګار وکړ چې د سرغړونې په صورت کې، مسؤولیت په بشپړ ډول د معاملاتو لارښوونې جواز لرونکي پورې اړه لري او له هغه سره به قانوني چلند وشي.
د یاد نظارت په ترڅ کې د سوداګریزو مارکېټونو مسؤولینو ته هم توصیه وشوه چې د دوکانونو او سوداګریزو واحدونو معاملات د معاملاتو لارښوونې دفترونو له لارې ترسره کړي ترڅو معاملات شفاف او قانوني شي.
د پروان ولایت د عدلیې رياست په دغه ولایت کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
