د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په سمنګان ولایت کې څه‌باندې ۳.۷ میلیونه جریبه څړځای تثبیت کړ

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۴۷
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په سمنګان ولایت کې د میلیونونو جریبو ځمکو په بررسۍ سره، د څړځای (عامه مرعی) څه‌باندې ۳ میلیونه او ۷۰۸ زره او ۶۶۵ جریبه ځمکه تثبیت کړه.

دا عامه څړځایونه د سمنګان ولایت په مرکز او ایبک، حضرت سلطان، خرم او سارباغ، فیروز نخچیر، روی دو آب، دره صوف بالا، دره صوف پایین او خلم ولسوالیو کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د توظیف شوي پلاوي لخوا تر بررسۍ لاندې نیول شوي او د یاد کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.

د یادو څړځایونو له مجموعې څخه څه‌باندې ۳ میلیونه او ۳۳۰ زره او ۱۲۶ جریبه د څړځای په حالت کې پاتې او ۳۷۸ زره او ۵۳۸ جریبه نورو یې طبیعي بڼه له لاسه ورکړې او د خلکو له لوري په للمي او آبي (اوبه‌لرونکو) کرنیزو ځمکو، هستوګنیزو کورونو او عامه تأسیساتو تبدیل شوي او یا نور تصرفات په‌کې ترسره شوي دي.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۳ مادې پر بنسټ، پر عامه څړځایونو تېری او په کرنیزو ځمکو د هغو بدلول، په هغو کې د سرپناه (کور) جوړول او په مرعی ځمکو کې هر ډول نور تصرفات منع دي. د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی مؤظف شوی چې د اصولو په پام کې نیولو سره، د هغو مرعی ځمکو په هکله چې له طبیعي حالت څخه وتلي، د حل لارې چارې ولټوي.

د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له‌خوا توظیف شوی دی، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو د ځمکو د بررسۍ په حال کې دی او د بررسۍ او تثبیت بهیر پای ته رسېدو سره، یاد شوي څړځایونه د ځمکو په بانک کې ثبت کېږي.