په کابل ښار کې د «غیبي بابا» ښارګوټي په نوم څه باندې ۵۳۲ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۹:۴۱
.

 د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کابل ښار کې «دغیبي بابا ښارګوټی» په نوم د څه باندې ۱ زرو ۴۲ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې ۵۳۲.۱۱ جریبه امارتي ده.

دا ځمکه د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې شوې ځمکې دوسیه‌ رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته مشخصه کړه چې څه باندې ۵۳۲ جریبه ځمکه یې په څلورو کادستري قطعو کې د دولت په نوم سروې شوې او قیدیت لري.

دې محکمې د ټولو اسنادو او شواهدو له بررسۍ وروسته پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې له مجموعې څخه دغه اندازه ځمکه امارتي ده او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته دې وسپارل شي.

د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي  غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.