په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲۱
.

  د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د نیمګړتیاوو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د مدافع وکيلانو کاري ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په هلمند ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه وتړل شول

 د هلمند ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۲:۱۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر اتحادیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د  دغه ولایت د مرکز جلال‌آباد ښار په بېلابېلو ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو. . .

BACK TO NEWS