د کارموندنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست اړوند د (د انسجام د ډیجیټلي سیسټم آمر) د درېیمې رتبې یو بست له ۱۴۴۷/۱۲/۱۵ څخه تر ۱۴۴۷/۱۲/۲۵ هـ.ق نېټې پورې چې د ۱۴۰۵/۳/۱۱ تر ۱۴۰۵/۳/۲۱هـ.ش سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري.
د دندې سرلیک: د انسجام د ډیجیټلي سیسټم آمر
بست: (۳)
وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت
اړونده څانګه: د انسجام عمومي ریاست
د پست موقعیت: کابل
د پست شمېر: ۱
د دندې موخه:
د انسجام د ډیجیټلي سیسټم د ټولو تخنیکي چارو مدیریت او څارنه؛
د مدیریت مهارتونه:
- د شبکې د زیر ساخت (بنسټونو) مدیریت: د سرورونو، فایروالونو، سویچونو او د شبکې د (TCP/IP, DNS) پروتوکولونو پر تنظیماتو تسلط؛
- (Cloud Computing): د سیسټمونو هاست کولو لپاره د رایجو کلاوډ پلټ فورمونو لکه امازون (AWS)، مایکروسافټ (Azure) یا ګوګل کلاوډ سره د کار کولو وړتیا؛
- سایبري امنیت: د بېلابېلو امنیتي طبقو اجرایي وړتیا، د معلوماتو د ساتنې د ستندردونو اجرا کول او د لاسرسۍ مدیریت؛
- د هارډویر د تنظیماتو او ګټې اخیستنې لپاره د (VMware یا KVM) په څېر پر ابزارونو تسلط؛
- د ډېټابیس او د سیسټم د بکاپ مدیریت: د سټوریجونو (ذخیرو) له کارکړنې او په منظم ډول د بکاپ (Backup) پروسې له اجرا څخه ډاډ ترلاسه کول؛
- تحلیل او عیبموندنه (Troubleshooting): په چټک او ریشهيي توګه د سیسټم د ستونزو موندلو او د بدیلو حللارو وړاندې کولو وړتیا.
تحصیلي سویه:
د کمپیوټر انجنیرۍ، د نرم افزارو انجنیرۍ او د معلوماتي سیسټمونو انجنیرۍ په یوې برخه کې لږترلږه د لیسانس سند لرل چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوی وي، په یادو شویو څانګو کې د لوړې تحصیلي درجې لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
کاري تجربه:
د دندې اړوند لږ تر لږه (۳) کاله.
په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.
یادونه: د اصلي معاش سربېره، امتیازي معاش هم په پام کې نیول کېږي.