په سمنګان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو
د سمنګان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د ذوالحجې د مياشتې په ۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی، رسمي سټې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اسناد بررسي شول او متصديانو ته یې توصیه وشوه له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
