د پکتیا د زرمت ولسوالۍ د معاملاتو لارښوونې دفترونو او موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو
د پکتیا ولایت د عدلیې رياست مسئولینو د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو اتحادیو مسئولينو په ملتيا د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د سېشنبې په ورځ د موټرپلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو د نظارت په موخه د یاد ولایت زرمت ولسوالی ته سفر وکړ.
د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ له ۵ موټر پلورنځيو او د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو چې په ترڅ کې یې د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، سټې، مهرونه، لوحې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول او یو موټر پلورنځۍ د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه.
همدارنګه د دغه نظارت په ترڅ کې د عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح د یادو دفترونو پر متصديانو ټينګار وکړ چې د هېواد نافذه قوانينو په رڼا کې خپل فعاليتونه ترسره کړي.
د پکتیا ولایت عدلیې رياست په یاد ولایت کې په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.
