په تېر یو کال کې د سرغړونو او غیر قانوني فعالیت له امله د معاملاتو لارښوونې ۲۶۳ دفترونه تړل شوي دي
د اسلامي امارت عدلیې وزارت د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۲ زره او ۲۴۴ دفترونه څارلي او بررسي کړي او د هغو ۲۶۳ دفترونه یې تړلي دي.
دا دفترونه د کابل په بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو کې موقعیت لري او د پرلهپسې سرغړونو، د فعالیت جواز نهلرلو یا نهتمدید کولو او نورو غیر قانوني فعالیتونو په دلیل د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو چارو ریاست د نظارتي پلاوي لخوا تړل شوي دي.
همداراز عدلیې وزارت د تېر کال په ترڅ کې ۱ زرو ۲۷۱ تنو لپاره د معاملاتو لارښوونې نوي جوازونه صادر کړي او د فعالو معاملاتو لارښوونې ۸۷۹ نور جوازونه یې تمدید کړي دي. همدارنګه د معاملاتو لارښوونې ۲۰۲ دفترونو د فعالیت جوازونه په قانوني دلایلو او یا د هغو د متصدیانو په غوښتنه لغوه او فسخ شوي دي.
په همدې موده کې د عریضه لیکنې د جواز ۲۳۳ تنو غوښتونکو لپاره هم د ازموینې له اخیستو وروسته د فعالیت جوازونه صادر شوي او ۵۶۱ نور جوازونه تمدید شوي دي. موظف نظارتي پلاوي په کابل کې د ۵۴۵ عریضه لیکونکو د فعالیت په دوامداره نظارت سره د هغوی له ډلې د ۲۰ تنو فعالیتونه د سرغړونو له امله درولي دي.
د یادونې وړ ده چې عدلیې وزارت د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې آنلاین سیستم هم رامنځته کړ چې له دې څخه په استفادې سره، معاملات په یو مشخص ډېټابېس کې ثبت کېږي او د غیرقانوني معاملاتو او د وخت ضایع کېدو مخه نیول کېږي.