په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
.

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۴مه نېټه، د سه ‌شنبې په ورځ په کندوز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی، د فعاليت جواز، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۱ دفتر د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شو.

همدارنګه، نظارتي پلاوي د نورو دفترونو په چارو کې يو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.

د کندوز ولایت دعدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS