په کندوز ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو
د کندوز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په دغه ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ د یادو عریضه ليکونکو د فعاليت جوازونه، د عريضو پاڼې او شمېر نور موارد بررسي شول.
همدارنګه عریضه لیکونکو ته سپارښتنه وشوه چې د خپل د فعالیت جوازونه پر وخت تمدید کړي او د عریضو لیکلو پر مهال لازم دقت وکړي ترڅو د مراجعینو د سرګردانۍ او د ستونزو رامنځته کېدو لامل نه شي.
د کندوز ولایت د عدلیې رياست په دوامدره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنیوی وشي.
