د هېواد د ۲۷ ولایتونو د عدلیې ریاستونو لپاره د لمریزې انرژۍ سیستم فعال شو
د اسلامي امارت عدلیې وزارت په ټول هېواد کې د خدمتونو وړاندې کولو په بهیر کې د لازیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د هېواد د ۲۷ ولایتونو د عدلیې ریاستونو لپاره د لمریزې انرژۍ (سولري) سیستم نصب او فعال کړ.
دا سیستمونه د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په سلواغې میاشت کې په میدان وردګ، پروان، کاپیسا، بامیان، دایکندي، غور، پکتیا، پکتیکا، خوست، لغمان، کنړ، ننګرهار، غزني، کندهار، ارزګان، هلمند، فراه، بادغیس، هرات، جوزجان، بلخ، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، بدخشان او نیمروز ولایتونو کې فعال شوي او په پاتې نورو ولایتونو کې هم د دغه ډول سیستمونو د نصب او فعالولو چارې روانې دي.
یاد سیستمونه په هر ولایت کې د عدلیې ریاستونو د اړتیا په پام کې نیولو سره له ۱۰ تر ۲۰ کیلوواټه ظرفیت لري چې په فعالېدو سره یې د برېښنا لګښتونه کم شوي، د کارونو د ځنډ مخه نیول شوې او د عامه خدمتونو وړاندې کولو بهیر به لازیات ګټور شي.
