په فاریاب ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۶
.

 په فاریاب ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د شعبان د میاشتې په ۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د ميمنې ښار په لومړۍ او درېیمې ناحیو کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعاليت جوزاونه، رسمې سېتې، د معاملاتو څرنګوالی او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول چې په ترڅ کې یې له یادو دفترونو څخه یو دفتر د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شو.

همدارنګه، د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې نورو دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه، چې له هغو معاملاتو څخه ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او همدارنګه د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه چې د ۱۴۰۳ کال  په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي ډډه وکړي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۱۲
Background image

په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د شعبان د میاشتې په ۱۲مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په فاریاب ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د شعبان د میاشتې په ۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د ميمنې ښار په لومړۍ او درېیمې ناحیو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۱:۵۹
Background image

په نيمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په نيمروز ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د شعبان د میاشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو د لارښوونې له ۱۷ دفترون. . .

BACK TO NEWS