په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۲۳مه نېټه د سهشنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د بلخ ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.
