د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د تخار والي سره وليدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۲۱
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د رجب‌المرجب د مياشتې په ۱مه نېټه دو‌شنبې په ورځ تخار ولایت ته ولاړ او د یاد ولایت له والي، مولوي سمیع الله حزب الله او نورو سمیه‌ییزو مقاماتو سره یې وکتل.
په دې کتنه کې د تخار ولایت د استيناف او نظامي محکمو رئیسانو هم ګډون درلود او د حقوقي مرستو رئيس په‌کې د یاد رياست د دندو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې دغه رياست په جزایي قضيو کې بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو ته حقوقي مرستې او کورنيو قضيو کې ښځو او ماشومانو ته وړيا حقوقي مشورې وړاندې کوي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د حقوقي مرستو رياست د وړیا ۱۸۸ شمېرې له لارې په ټول هېواد کې وړيا حقوقي مشورې وړاندې کوي.
له‌بلې خوا، د تخار والي په دې ناسته کې وویل چې ټولې امارتي ادارې باید له یوبل سره په کاري چارو کې همکاري او همغږي ولري ترڅو د ولس ستونزې ژر تر ژره حل شي.
نوموړي همدارنګه له عدلي او قضايي مراجعو څخه وغوښتل چې د تخار ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت سره د حقوقي مرستو وړاندې کولو او د عامه حقوقي پوهاوي برنامو جوړولو په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.
دغه راز په یاده ناسته کې د استيناف او نظامي محکمو مسؤولينو هم ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت ته د بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو او حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او د مؤکلينو د دوسیو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS