د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۵۷
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال په لړم (عقرب) میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۸۵ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي.

د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۶ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې شوي دي.

همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې ۱۱۰ غوښتونکو لپاره د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د فعالیت ۷۳ نور جوازونه یې تمديد کړي دي. 

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS