د کندز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۱۶
.

 د کندز د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادی‌الآخرة د مياشتې په ۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدليې رئیس، قاري فراح الدين محمدي  په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې د کندز د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د اجرا، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام،  له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د عدلیې رئیس په یاد ولایت کې د دارالوکالو، عريضه ليکونکو، معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو څخه پر نظارت کولو ټینګار وکړ او مسؤولینو ته یې دنده وسپارله چې هره اوونۍ له دغو برخو څخه نظارت ترسره کړي.

دغه راز نوموړي د عدلیې ریاست، نورو څانګو ته لارښوونه وکړه چې خپل کاري اجراآت په ټاکل شوي وخت ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS