په غزني ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۲۳
.

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې ټيمونو په غزني ولایت کې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د غزني ښار په ځينو سيمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰ دفترونو او ۵ استوګنيز بلاکونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول.

نظارتي کمېټې د یادو دفترونو متصديانو او د بلاکونو استازو ته توصیه وکړه چې له هغو معاملاتو څخه چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او همداراز د هغو کورنو په کرایه ورکولو څخه چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه لس سلنه ډېره شوې وي ډډه وکړي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شول

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS